«د ملي اردو منحلېدل، د سیمې استخباراتو غوښتنه ده»

د جمعیت اسلامي د مشرتابه شورا په نوم له جمعیت اسلامي نه د جلا شوې ډلې رییس سیدابراهیم عمان نن په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال د سولې خبرو اترو ملاتړ وکړ.

د نوموړي په وینا، دوی د افغانانو په مشرۍ او مالکیت داسې سوله غواړي چې د تېرو ۱۸ کلونو لاسته راوړنې په‌کې خوندي وي.

عماد د لنډمهالي حکومت د مخالفت ترڅنګ، ټینګار وکړ چې طالبان باید له افغانانو سره روغه جوړه وکړي، که‌نه د ملت په منځ کې به ځای و نه‌لري او دوی چمتو دي چې له طالبانو سره د سولې خبرې اترې وکړي او یوې هوکړې ته ورسېږي.

سیدابراهیم عماد وايي، د افغان وسله‌وال پوځ د منحلېدو غوښتنه د طالبانو نه، بلکې په سیمه کې د ځینو هېوادونو د استخباراتو ده چې ملت به ورته د دې کار اجازه ور نه‌کړي.

په همدې حال کې تېره شپه ولسمشر محمداشرف غني د ځانګړیو ځواکونو د ستاینې په غونډه کې د یادو ځواکونو مسوولانو ته وویل، هغوی چې نور یې په زوره د سولې خبرو اترو مېز ته کشوي، د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د پاشلو په اړه د خبرو کولو حق نه‌لري او که څوک ورسره د مبارزې شهامت لري، د ځانمرګو بریدونو او چاودنو پر ځای دې د جګړې په ډګر کې ورسره مخامخ  شي.

غني: زه شاه‌ شجاع او یعقوب‌خان نه یم چې د هر تړون په پای کې لاسلیک وکړم

د جمعیت ګوند د انسجام شورا ناسته په تاوتریخوالي واوښته

سپېدارماڼۍ: اجازه نه‌ورکوو چې جمعیت له ارګ سره خبرې وکړي

ولسمشر غني ټینګار کړی، تر هغې چې سوله راځي، امنیتي او دفاعي ځواکونه یوازې د جګړې مسوولیت لري چې په‌دې برخه کې باید هېڅ ځنډ را نه‌شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام