
د سرپل د پوهنې رییس عبدالغفور سرپلي وايي چې د دې ولایت اوسېدونکیو ۵۵۰ زره مترمربع ځمکه ـ چې شاوخوا ۳۵ میلیونه افغانۍ ارزښت لري ـ د ۱۱۵ بابه ښوونځیو لهپاره ورکړېده.
د سرپل د پوهنې د رییس په وینا، د دې ولایت څه باندې ۱۰ سلنه ښوونځي ودانۍ نهلري چې د ودانیو د جوړېدو چارې یې په نږدې راتلونکي کې د ولسي تړون برنامې په مرسته پیلېږي.
ښاغلي سرپلي زیاتوي، د معیاري ودانیو په جوړېدلو سره زدهکوونکي تر خېمو او په خلاصه فضا کې د زده کړیزو ستونزو څخه وژغورل شي.
ورته مطالب:
یو نالوستي د نجونو ښوونځي ته وړیا ځمکه ورکړه
طالبانو په سرپل کې د نجونو ۱۳ ښوونځي تړلي
د غور ۷۰ سلنه ښوونځي ودانۍ نهلري

په ورته وخت کې د سرپل والي عبدالقادر آشنا د سرپل د اوسېدونکیو لهدې بشردوستانه ګامه مننه کوي او زیاتوي، هغه ښوونځي ـ چې ودانۍ نهلري ـ هغو ته د ودانیو په جوړېدلو سره د زدهکوونکیو اوسنۍ ستونزې هوارېږي.
د سرپل د ولایتي شورا یو شمېر غړي هم د دې اوسېدونکیو لهدې کړنې په ستاینې سره وايي چې ټول وګړي باید د دغه ډول فرهنګ په ترویج سره د پوهنې په پراختیا کې برخه واخلي.





