د کندوز د کرنې ریاست سرپرست محمد منیر نیازي وايي، د کرنې او مالدارۍ وزارت له لوري پهدې ولایت کې د ۱۵ میلیونو او ۷ سوه او ۵۰ زره افغانیو په ارزښت ۳۵ بابه عصري ممیزخونې جوړې شوې.
دا خونې دې وزارت لګښت د باغدارۍ او مالدارۍ ملي پروژې له لارې د کندوز په مرکز او نهو ولسوالیو کې جوړې شوېدي.
بلخ کې د ممیزو ۶۰ خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې
د ښاغلي نیازي په وینا، د دغو ممیزخونو جوړېدل د کروندګرو اقتصاد لوړولو کې مهم رول لري، ځکه کوم ممیز چې دغو ممیزخونو کې تولیدېږي، هغو ممیزو څخه په مراتبو لوړ کیفیت لري چې په دودیز ډول تولیدېږي.
کندوز کې د باغدارۍ او مالدارۍ ملي پروګرام مسوول محمدغلام ملاخېل وايي، دغه ممیزخونې یو وخت کې د ۵سوو ټنو تازه انګورو ساتلو ظرفیت لري چې له شلو ورځو ساتلو وروسته په ممیزو بدلېږي او له دې لارې ۱۴۰ ټنه باکیفیته ممیز بازار ته وړاندې کېږي.
کندوز کې د انګورو باغلرونکی حاجي رحمتشاه وايي، د دغو ممیزخونو له جوړېدلو وړاندې ډېرو ستونزو سره مخ وو؛ خو وروسته لهدې به دا ستونزه حل شي.
ممیز د افغانستان له مهمو صادراتي توکیو څخه شمېرل کېږي، لهدې کبله د پرمختللیو ممیزخونو جوړول، د ممیزو تولید معیاري کولو کې ډېره مرسته کوي.