د ساري ناروغیو ډاکټران وايي، که لیلامې جامې تر اغوستو مخکې و نه مینځل شي او لمر ور نهکړل شي، انسان ته ځینې ګواښوونکې ناروغۍ لېږدوي.
په هېواد کې د هوا له سړېدو سره د لیلامي جامو بازار هم تود شوی دی.
خلک د ناچارۍ او د لیلامي جامو د بیو ټیټوالي له کبله دغه جامې پېري او اغوندي یې، خو په دې نه پوهېږي چې یادې جامې د ساري ناروغیو د لېږد لامل هم کېږي.
د غزني اوسېدونکي روحالله او سردارمحمد وايي، ډېرې پیسې نهلري چې نوې جامې پرې و پېري، لیلامي هم ګرمې او هم ارزانې دي؛ نو ځکه یې پېري او اغوندي.
دوی وايي، د زیانونو په اړه یې مالومات نهلري او تراوسه یې اورېدلي نهدي چې څوک دې یې ناروغان کړي وي.
د غزني یوه بله اوسېدونکې نازنین وايي، که څه هم مخکې یې د کورنۍ د اړتیا وړ توکي د لیلامیو له بازاره پېرودل، خو وروسته پوه شوو چې د کورنۍ غړي یې په ساري ناروغیو اخته کړي او د ډاکټر تر تشخیص وروسته اوس یادې جامې نه اغوندي.
د نوموړې په وینا، اوس که لیلامي جامې یا نور توکي و پېري، لومړی یې مینځي او لمر ته یې اچوي او وروسته یې بیا کاروي.
په همدې حال کې د غزني د عامې روغتیا رییس ظاهرشاه نېکمل وايي، که لیلامي جامې پرې نه مینځل شي او لمر ور نهکړل شي، کېدای شي ځینې ساري ناروغۍ خلکو ته ولېږدوي.
لیلامي جامې چې یو ځل په اروپايي هېوادونو او چین کې کارول شوې وي او وروسته د پاکستان له لارې افغانستان ته را واردېږي او دلته یې خلک پېري او کاروي.