د تخار پولیسو د تالقان ښار په قوتوم سیمه کې د یوې ۹ کلنې نجلۍ د پلورلو مخه ونیوله.
د دغې نجلۍ پلار د خپل پلار دفن کولو له کبله ۲۵۰ زره افغانۍ پوروړی شوی و او نن یې په بدل کې خپله نهه کلنه لور ورکوله چې پولیسو یې مخه ونیوله.
د تخار د جنايي جرمونو پروړاندې د مبارزې امر حامد ستانکزی د دې پېښې د تایید ترڅنګ وايي چې د عاملانو د نیولو لهپاره یې هڅې روانې دي.