د ماشومانو «اصلاح او روزنې مرکز» له تنګسې سره مخ دی

کابل کې د ماشومانو اصلاح او روزنې مرکز مسوولانو نن خبري غونډې ته وویل چې له مالي ستونزو سره مخ دي.

د دوی په وینا، په یاد مرکز کې هر ساتل کېدونکی ماشوم د ورځې ۹۰ افغانۍ لګښت لري.

د کابل د ماشومانو اصلاح او روزنې مرکز د رییس میرفیاض‌الدین امیني په وینا، د قانون ماتوونکي او مظنون ماشوم د روزنې له‌پاره لا ډېرو پیسو ته اړتیا ده او اوسنۍ بودیجه بسنه نه‌کوي.

د ښاغلي امیني په وینا، دغه مرکزونه په کافي اندازه اوبه، برېښنا، د لوست توکي، ښوونکي، روغتیایي مرکزونه، په ۲۱ ولایتونو کې معیاري دولتي ودانۍ او نقلیه وسایط نه‌لري.

ښاغلی امیني له وزارتونو، دولتي او نادولتي بنسټونو د مرستې غوښتنه وکړه.

غونډې ته د عدلیې وزارت مسلکي معین محمد قاسم حلیمي وویل چې د اصلاح او روزنې مرکزونو ته د مظنونو ماشومانو لېږلو موخه د هغوی روزنه ده.

د ښاغلي حلیمي په وینا، بند باید د مظنونو او سرغړوونکیو ماشومانو له‌پاره وروستی غوراوی وي.

ده په ورته وخت کې د ماشومانو کورنیو ته ډاډ ورکړ چې په‌دې مرکزونو کې له ماشومانو سره لکه د خپل ماشوم او زده‌کوونکي په شان چلند کېږي؛ نه د یو مجرم انسان په شان.

۶۸۰ مظنون، تورن او پر بند محکوم ماشومان د ۳۴ ولایتونو د اصلاح او روزنې مرکزونو کې ساتل کېږي چې له‌دې ډلې ۳۰۸ یې په کابل کې دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام