.jpg)
د کوزې پښتونخوا د پولیسو یو پښتون افسر طاهر داوړ چې شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې لادرکه شوی و، دوه ورځې مخکې یې جسد د ننګرهار په مومندرې ولسوالي کې وموندل شو او نن د قومي مشرانو په منځګړتوب د هغې غاړې مشرانو ته وسپارل شو.
طاهر داوړ د پاکستاني پوځ هغه پښتون افسر و چې هغه هېواد کې د پښتونژغورنې غورځنګ سره د اړیکې لرلو تور هم پرې پوری شوی و.
نوموړی شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې له اسلاماباد نه لادرکه او درې ورځې وړاندې یې جسد د ننګرهار مومندرې ولسوالي په غوړګۍ سیمه کې ځايي خلکو موندلی و او نن سهار د دواړو غاړو قومي مشرانو په یوه غونډه کې له حکومت نه وغوښتل چې د طاهر داوړ جسد دې د پاکستاني حکومت پرځای، دوی ته او دوی به یې د هغې غاړې قومي مشرانو ته وسپاري.
قومي مشرانو ویل چې طاهر داوړ د پاکستان استخباراتي ادارې وژلی او بیا یې د مومندرې ولسوالي غوړګۍ سیمې کې د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د پاکستاني پوځ د یوې پوسې په سلمترۍ کې غورځولی دی.
د کوزې پښتونخوا یوه قومي مشر امتیاز وزیر چې د طاهر داوړ جسد پسې راغلی و، ننګرهار کې رسنیو ته وویل چې نوموړی د پاکستاني پوځ له لوري تښتول شوی، وروسته یې وژلی او بیا یې د لر او بر ولسونو ترمنځ د درز اچولو لهپاره ننګرهار ته راوړی دی.
د نوموړي په وینا، دوی به د طاهر داوړ جسد په قومي کچ دفن کړي او پاکستاني حکومت ته به یې و نهسپاري.
په همدې حال کې د ولسي جرګې غړي فریدون مومند که څه هم وویل چې د طاهر داوړ جسد د ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د مومندرې په غوړګۍ سیمې کې موندل شوی، خو د وژل کېدو ځای په اړه یې څه و نه ویل.
بلخوا د ننګرهار والي حیاتالله حیات وویل، د طاهر داوړ جسد به نن د هغې غاړې قومي مشرانو وسپارل شي، خو نور جزیات به یې تر بشپړو څېړنو وروسته له رسنیو سره شریک کړي.
د طاهر داوړ له جسد سره یو لیک چې په اردو ژبه لیکل شوی، هم موندل شوی چې پهکې د نوموړي د وژلو خبره شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې پاکستاني حکومت ویلي وو چې طاهر داوړ ژوندی او په اسلاماباد کې دی.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین هم پر خپلې فېسبوکپاڼې په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي وو چې دغه دوه ثبوتونه ښيي چې افغان حکومت د طاهر داوړ په وژلو کې لاس نهلري.