«نامناسبو ځایونو کې د پوستو جوړول د امنیتي ځواکونو تلفات زیاتوي»

ولسمشر محمداشرف غني نن ارګ کې د شهیدانو اوونۍ ونمانځله.

دې غونډې کې د قرباني شویو امنیتي ځواکونو کورنیو او خپلوانو د امنیتي ځواکونو او ملکي وګړیو د تلفاتو له زیاتېدو شکایت وشو.

ولسمشر غني وايي، سیاسي لاسوهنې او فشارونه نامناسبو سیمو کې د امنیتي پوستو رامنځته کېدل د دې لامل شوي چې همدغه مسله د امنیتي ځواکونو د تلفاتو کچې لوړېدو لامل شي.

د هغه په وینا، نامناسبو سیمو کې د پوستو رامنځته کول، ناسمه او غیرمسلکي پرېکړه ده او تر څو چې دغه موضوع حل نه‌شي؛ دې برخې کې شته ستونزې به پر ځای پاتې وي.

ښاغلی غني زیاتوي، د امنیتي ځواکونو متحرک کولو له‌پاره هڅې روانې دي او هېوادوال باید د حکومت تر څنګ ودرېږي چې امنیتي بنسټونو کې له لاسوهنې مخنیوی وشي او دغه ځواکونه منسجم شي.

دا داسې مهال دی چې د راپورونو په اساس، دې وروستیو ورځو کې د امنیتي ځواکونو د تلفاتو کچه لوړه شوې او دغې مرګ‌ژوبلې د افغانانو کلکې نیوکې راپورته کړې‌دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام