«له ایرانه په زور ویستل شوي افغان‌کډوال وهل شوي هم دي»

د کډوالو او بېرته راستنېدونکیو چارو وزارت مطبوعاتي سلاکار حفیظ‌الله میاخېل سلام‌وطندار ته وویل، د تېرو دوو اوونیو په پرتله له ایرانه افغانستان ته په‌خپله خوښه او اجباري ډول د کډوالو راستنېدنکیو افغانانو کچه لوړه شوې‌ده.

د هغه په وینا، ویستل شوي کډوال وهل‌ټکول شوي او بد چلند ورسره شوی، دغه راز د هغوی بشري حقونه تر پښو لاندې شوي.

ښاغلی میاخېل په اجباري توګه د افغان‌کډوالو ویستلو لامل د ایراني پیسو د بیې ټيټېدل بولي او اويي، په زوره د ویستل شویو کډوالو ډله کې ماشومان او ښځې هم شته.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکیو چارو وزارت مطبوعاتي سلاکار د کډوالو په زوره ویستل د اندېښنې وړ بولي او زیاتوي، افغان حکومت مستحقو کډوالو ته د ځمکو وېشلو په پروګرام کار کوي.

د هرات د کډوالو او راستنېدونکیو چارو رییس جاوید نادم په وویل چې د سرطان میاشتې په اوږدو کې ۱۴ زره او ۱۳۲ تنه افغانان د هرات د اسلام‌کلا له لارې له ایرانه په اجباري ډول راګرځول شوي.

په ورته وخت کې د دویچه‌ولې فارسي وېب‌پاڼې د ایراني چارواکیو له خولې د کډوالو د ایستلو د دلیل په اړه لیکلي چې د ایراني وګړیو د کاري موکو د کمښت په پار یې په اجباري ډول افغانان ویستي دي.

له‌دې هر څه سره د کډوالو نړۍ‌وال سازمان یا IOM په خپل تازه راپور کې کښلي چې د تېرې اوونۍ په پرتله له ایرانه د بېرته ګرځول شویو افغانانو په شمېر کې دوه سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د دې راپور په وینا، د ۲۰۱۸ کال د جولای له ۸ تر ۱۴تاریخه پورې له ایرانه ۱۳ زره ۹۴۶ تنه بې‌سندونو افغانان د نیمروز له لارې افغانستان ته راګرځول شوي‌دي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

مطالب مشابه:

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام