استولتنبرګ: افغانستان یوازې نه پرېږدو

د ناټو عمومي مشر ینس استولتنبرګ په بروکسل کې یو ځل بیا له افغان حکومت سره د مرستو په دوام ټینګار وکړ. ښاغلي استولتنبرګ د ناټو په‌دې سرمشریزې غونډې کې په سعودي عربستان کې د افغان سولې په اړه شین څراغ وښود او ویې ویل چې دا سازمان د افغان سولې په اړه د ټولو هېوادونو او بنسټونو ملاتړ کوي.

د ناټو عمومي مشر زیاته کړه چې ناټو افغانستان یوازې نه پرېږدي او د افغان سولې د هر ډول بهیر هرکلی کوي او په ورته وخت کې به د جنګ په میدان کې د افغان ځواکونو ملاتړی وي. د ښاغلي استولتنبرګ په وینا، د باثباته افغانستان له‌پاره به هېڅ ډول درېغ ونه‌کړي.

په‌دې غونډه کې د افغانستان په استازولۍ ولسمشر محمداشرف غني او ډاکټر عبدالله عبدالله ګډون کړی‌دی.

د ناټو سرمشریزه غونډه به دوه ورځې نور هم دوام وکړي او په‌کې به د داعش پر وړاندې د نړۍوال ایتلاف، د دې ډلې پر وړاندې د افغانستان رول او هغو مرستو په ‌اړه چې په‌دې برخه کې اړینې دي؛ خبرې وشي.

د اروپا امنیت او په‌دې وچه کې د امریکايي ځواکونو کموالی، د شمالي اروپا او ناټو سازمان د اړیکو تامین او همدارنګه له‌دې سازمانه د کاناډا وتل هغه موارد وو چې نن بحث شول.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام