ډونالډ ټرمپ او کیم‌جونګ اون په سنګاپور کې سره ولیدل

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د شمالي کوریا رهبر کیم‌جونګ اون نن ورځ سه شنبې د سنګاپور سنتوزای ټاپو په کاپلا پنځه ستوریز هوټل کې سره ولیدل.

په دې لیدنه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپيو، د سپینې ماڼۍ د کارکوونکیو رییس جان کلي، د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولتون، د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزیر بي‌یونګ هو، د شمالي کوریا د حاکم کارګر ګوند مرستیال ریسو یونګ او د شمالي کوریا د اطلاعاتي سازمان پخواني رییس کیم‌یونګ چول دغه دوه مشران بدرګه کړل.

ډونالډ ټرمپ او کیم‌جونګ اون د پردې ترشا له خبرواترو سربېره د ژباړونکیو په موجودیت کې یو سند لاسلیک چې تراوسه یې جزیات معلوم نه دي.

د دغې لیدنې اصلي موخه له هستوي وسلو د شمالي کوریا بې‌وسلې کول دي. د امریکا ولسمشر وايي، کیم‌جونګ اون ژمنه کړې چې کره ټاپو وزمه له هستوي وسلو پاکوي.

د سویلي کوریا ولسمشر او لومړی وزیر یې د دغې لیدنې له نورو ملمنو وو. د جاپان او مالیزا هېوادونو مشرانو له دې لیدنو هرکلی کړی دی. خو د چین هېواد خبرداری ورکوي. وايي، چې غوره پایلې ته د رسېدو په موخه د سیالۍ پرځای د خبرواترو دقیق او دوامدار مسیر وټاکل شي.

له ۱۹۵۳ کال د کوریا له جګړې وروسته دا لومړی ځل دی چې د دواړو هېوادونو مشرانو سره ولیدل. په دې ترتیب سره د امریکا د شمالي کوریا ترمنځ روان جنجال یو څه راکم شوی دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام