د مدني مسایلو په اړه د خلکو پوهاوي هغوی مسوولیت‌منونکي کړي‌دي

عکس له انټرنېټه

په‌داسې حال کې چې خلکو له حکومته په پرله‌پسې توګه شکایتونه کړي او د خپلو ستونزو د حل غوښتنه کوي؛ ځېنې ټولنیز بنسټونه لکه CSIO یا د ټولنې د بهتروالي له‌پاره د مرستو موسېسه د ستونزو پېژندنې او کلیوالو سره د مرستو په برخه کې هڅې کوي.

د ټولنې د بهتروالي له‌پاره د مرستو موسېسه یا CSIO د بغلان ولایت په مرکز او ځېنو کلیو کې د یو شمېر پروګرامونو په عملي کولو سره د ټولنیزو مسایلو په اړه د خلکو د پوهاوی کچه په مثبت ډول بدله کړې او د خلکو پوهاي کچې په لوړلو کې یې کار کړی‌دی.

غلام فاروق د پلخمري ښار تصدۍ د شاه کلي د ګذر وکیل دی. هغه د دې موسېسې د فعالیتونو او پروګرامونو په اړه وايي،CSIO  د روغتیا، مدني او ټولنیزو موضوعاتو او چارو په برخو کې فعالیتونه کړي‌دي.

غلام فاروق وايي، د دې موسېسې د چارو او پروګرامونو له امله اوسمهال خلک ځانونه د خپل ژوند او چاپېریال په اړه مسوول ګڼي او د ستونزو حل له‌پاره هڅې کوي.

عکس له انټرنېټه

د CSIO موسېسې یوه ښوونکې فهیمه نوري وايي، کله چې هغوی د لومړي ځل له‌پاره له خلکو سره د مدني زده‌کړو له لارې مخامخ شول؛ ډېر ناهیلي برخوردونه او چلندونو ورسره کېدل؛ خو اوس دې حالت بدلون کړی او د ډیموکراسۍ، مدنیت او عدالت په اړه د پام وړ ذهنیت جوړ شوی‌دی.

د ټولنې د بهتروالي له‌پاره د مرستو موسېسې اجرایوي مسوول محمدنور یادګاري په‌دې اړه وايي، د مدني مسایلو او نورو زده‌کړو په اړه د خلکو د پوهاوي میزان له لوړېدلو خوشاله او هیله‌من دی؛ خو وايي، لا هم په‌دې برخه کې ځېنې ستونزې شته چې د رفع کولو له‌پاره یې ډېر وخت ته اړتیا ده.

ښاغلی یادګاري هم تاییدوي چې په د ټولنې د بهتروالي له‌پاره د مرستو موسېسې په اطرافونو کې د مدني مسایلو، ډیموکراسۍ، قانونو او نورو فعالیتونو په اړه د خلکو د مسوولیت‌مننې میزان لوړ کړی‌دی. CSIO موسېسه تر اوسه په دوشې، خنجان او پلخمري ولسوالیو تر څنګ د بغلان ولایت په څوو کلیو کې فعالیت لري.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام