په تخار ولایت کې وسلهوالو طالبانو په تېرو څوو ورځو کې ۲۳ ښوونځي تړلي دي.
د دې ولایت د پوهنې رییس انجینیر سمیع ابدیار سلاموطندار ته وویل، د طالبانو لهخوا د پوهنې لهپاره د نومول شوي رییس امیر محمد مزمل د نه خوشې کېدو په غبرګون دغې ډلې ښوونځي وتړل.
ابدیار وايي، طالبانو په ینګيکلا ولسوالۍ کې ۳ ښوونځي، په خواجهبهاوالدین ولسوالۍ کې ۴ ښوونځي، په درقد ولسوالۍ کې ۱۵ ښوونځي او په خواجهغار ولسوالۍ کې ۱ ښوونځی تړلي دي.
د نوموړي په خبره، طالبانو د نمکاب ولسوالۍ د ښوونځیو مسوولانو ته هم خبرداری ورکړی دی چې ښوونځي دې وتړي.
د درقد ولسوال مولوی سیفالدین سلاموطندار ته وویل، طالبانو د ښوونځیو تړل کېدو سربېره د ټاکنو مامورینو او د پېژندپاڼو وېش مامورینو ته هم خبرداری ورکړی دی؛ که حکومت یې غوښتنه ونه مني دوی به د ټاکنو د چارو مخنیوی وکړي.
له دې مخکې د تخار د والي ویاند سنت تېمور د ینګيکلا ولسوالۍ د ۷ ښوونځیو بندېدو خبر ورکړی و. هغه ویلي و چې ۳ ښوونځي طالبانو تړلي او ۴ نور ښوونځي د امنیتي ګواښونو له کبله تړل شوي دي.
په یوه بله پېښه کې، د تخار په درقد ولسوالۍ کې طالبانو د ټاکنو یو کارکوونکی او د پېژندپاڼو وېش یو کارکوونکی تښتولي دي.
د تخار ولایت د ټاکنو کمېسیون رییس روحالله موسوي سلاموطندار ته وویل، طالبانو نن سهار د رایهورکوونکیو نوملیکنې یو کارکوونکی په موسیزي کلي کې دندې ته په لار تښتولی دی.
ورته وخت کې د درقد ولسوال مولوی سیف الدین وايي، طالبانو نن سهار د پېژندپاڼو وېش یو کارکوونکی هم تښتولی دی. هغه وايي، تراوسه د تښتول شویو کارکوونکیو برخلیک معلوم نهدی.