
د ولسي جرګې د مالي او بودیجې کمېسیون د جرګې نننۍ عمومي غونډه کې د کلیو پراختیا او بیارغونې، د پوهنې، د ښارجوړونې او د ټولګټو وزارتونو د پراختیايي بودیجې مصرفولو راپور وړاندې کړ.
د دې راپور پر بنسټ، د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت د روان مالي کال لومړیو ۵میاشتو کې ۷.۱۸ سلنه بودیجه، د ټولګټو وزارت ۱۴.۱۵ سلنه بودیجه او د پوهنې وزارت هم ۵سلنه پراختیايي بودیجه مصرف کړېده.
د مالي او بودیجې کمیسیون راپور پر بنسټ، نوي مالي کال کې نورو بودیجهيي واحدونو څخه ۲۵۴ نورې پروژې د ښارجوړونې وزارت ته لېږدول شوېدي.
د ولسي جرګې د مالي او بودیجې کمېسیون مرستیال عظیم محسني وايي، د دې وزارتونو په پراختیايي بودیجې کې مصرف د اندېښنې وړ خبره ده.

د ښاغلي محسني په وینا، د پوهنې وزارت د خپلو ۲۰۵ پراختیايي پروژو لهپاره د بودیجې له کموالي او د ښارجوړونې وزارت د خپلو پرمختیايي پروژو پلي کولو لهپاره د ځمکې له نهشتوالي شکایت کوي.
ښاغلی محسني زیاتوي، د ولسي جرګې د مالي او بودیجې کمېسیون پرېکړې لهمخې، د پوهنې او ښارجوړونې وزارتونه باید د خپلو پروژو نوملړ چې د جایداد او استملاک له نهشتوالي سره مخ دي؛ دغه کمېسیون ته ولېږي.
د ۱۳۹۷مالي کال بودیجې سند کې د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت لهپاره ۱۸میلیارده افغانۍ، د ټولګټو وزارت لهپاره ۱۳میلیارده افغانۍ او د پوهنې وزارت لهپاره ۴۸۰ میلیارده افغانۍ ځانګړې شوېدي.
د ولسي جرګې د ماليې او بودیجې کمېسیون غړیو په وینا، د ۱۳۹۶کال په پرتله د ۱۳۹۷مالي کال په بودیجې کې ۶سلنه کسر راغلی دی.





