نن په کابل کې ځېنو خبریالانو او مدني فعالانو د روانې اوونۍ د دوشنبې ورځ په کابل کې پر خبریالانو د خونړي برید قربانیانو د فاتحې لهپاره په جوړې شوې غونډې کې وویل چې دوی د طالبانو او داعش ګواښونو پر وړاندې په بشبړه توګه بېدفاع دي او د خبریالانو دفاع هېڅ بنسټ او دولت، دوی ته پام نهکوي.
پر خبریالانو هغه ځانمرګه برید کې چې د دوشنبې ورځ د بل ځانمرګه برید خبري پوښښ ته ورغلي، ۹ خبریالان او عکاسان وژل شوي او ۴ نور تپیان شوي وو.
دې ته مدني فعال باري سلام وویل چې مدني بنسټونه، خبریالان او ان دولت د طالبانو او داعش پر وړاندې پاتې راغلي دي.
د ښاغلي سلام په وینا، د سولې خبرو په نوم بهیر روان دی او له ترهګرو سره سولې ته د رسېدلو لهپاره هېڅوک جرات نهکوي چې د داعش او طالب په خلاف خپل غږ پورته او هغوی ته دوښمن ووایي.
د یو خصوصي ټلوېزیون خبریال سیدطارق مجیدي هم پر دولت نیوکه کوي، وایي چې دولت باید د خبریالانو دوسیو ته پام وکړي او د خبریالانو امنیت دې ونیسي.
ښاغلی مجیدي د خبریالانو ملاتړ بنسټونو غواړي چې له خبریالانو سره یوازې پروژه یي چلند ونهکړي، بلکې هغوی ته جدي کار وکړي.
د یوې بلې رسنۍ عکاس رحمتالله عليزاده د خبریالانو دفاع بنسټونو پر کړنو نیوکه کوي، وایي چې دغه بنسټونه خپلې ګټې لټوي او هغه وخت خبریالان وریادېږي چې مړه یا ټپيان شي.
پر خبریالانو ورځ تر بلې بریدونه داسې مهال زور اخلي چې حکومتي چارواکي تل وایي، د وینا ازادي دفاع ته ژمن او د خبریالانو حقونو ملاتړی دی.