.jpg)
په «کاري چاپېریال کې د ښځو ځورونې مخنیوي قانون» پربنسټ له دې وروسته د ښځو جامو، څېرې، وزن او ظاهري بڼې په اړه نظر څرګندول او ستاینه جرم دی. د دې قانون پربنسټ هغه کسان چې په دفتري او کاري چاپېریال کې له ښځو سره د تاوتریخوالي او زورزیاتې ډک چلند کوي تر ۲۰ زرو افغانیو نغدي جریمه کېږي او د جرم شدت په صورت کې په درېیو میاشتو بند محکومېږي.
د ښځو چارو وزارت پالیسۍ او سیاسي معینې سپوږمۍ وردک نن ورځ په کابل کې د دغه نوی قانون (کاري چاپېریال کې د ښځو ځورونې مخنیوي قانون) توشیح په مناسبت جوړیو شویو مراسمو کې وویل، چې په کاري چاپېریال کې د ښځو ظاهري بڼې په اړه نظر ورکول چې اړه یې ښځه شکایت وکړي جرم شمېرل کېږي.
د مېرمن وردک په وینا، د دې قانون توشیح موخه د ښځو ځورونې مخنیوی، د قرباني شویو مېرمنو ملاتړ، ښوونې او روزنې او د روغتیا مناسبې فضا رامنځته کول دي.
.jpg)
ورته وخت کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت یو سلاکار رضا میثم غونډې ته وویل دغه وزارت د ښځو ځورونې مخنیوي لهپاره تل پروګرامونه جوړ کړي دي.
د ښاغلي میثم په وینا، د اطلاعاتو اوکلتور وزارت د خپرونو ریاست او خپرونو معنیت تل هڅه کوي د هغو پروګرامونو خپرولو مخه ونیسي چې له ښځو سره تاوتریخوالی ترویجوي.
د ښځو چارو وزارت مسوولان له ټولو وزارتونو او دولتي ادارو غواړي د دې قانون په تطبیق کې له دوی سره مرسته وکړي. دغه قانون شاوخوا درې میاشتې وړاندې په درېیو څپرکیو او ۲۹ مادو کې تصویب او توشیح شو.