طالبانو د لوګر د څرخ ولسوالۍ ټول ښوونځي تړلي دي

د لوګر د والي ویاند سلیم صالح سلام‌وطندار ته وویل، طالبانو د پوځي عملياتو پيل په غبرګون کې د څرخ ولسوالۍ ښوونځي تړلي دي.

ښاغلی صالح زیاتوي د قومي مشرانو په منځګړيتوب يې هڅې پيل کړي چې دا ستونزه حل او تړل شوي ښوونځي بېرته د زده‌کوونکیو پرمخ پرانیزي.

بل خوا د لوګر د پوهنې رياست وياند محمد شاپورعرب وايي، طالبانو په څرخ کې د ټولو ښوونځيو دروازو تړلو ترڅنګ د پوهنې کارکوونکي هم ګواښلي دي.

دی زیاتوي په څرخ ولسوالۍ کې ٣٠ ښوونځي دي چې د شاوخوا ٢٢٠٠ نجونو په ګډون څه باندې ١١ زره ماشومان او تنکي ځوانان په کې زده‌کړې کوي.

بل‌خوا د څرخ ولسوالۍ زده‌کوونکیو سلام‌وطندارسره په خبرو کې له ښکېلو غاړو  وغوښتل د دوی د زده‌کړو مخه ونه  نیسي.

لومړني معلومات

د لوګر ځايي چارواکي وايي چې وسله‌والو طالبانو د څرخ ولسوالۍ ټول ښوونځي تړلي دي، خو طالبان بیا دا ادعا نه مني.

د لوګر د څرخ ولسوال محمدحنيف حنيفي سلام وطندار ته وويل چې طالبانو د پوځي عملياتو د پيل په غبرګون کې ښوونځي تړلي دي.

هغه وايي، وړمه شپه امنيتي ځواکونو په څرخ ولسوالۍ کې د طالبانو د يو قوماندان مولوي محمد په کور په عملیاتو کې هغه وژلی چې طالبانو یې په غبرګون کې د دې ولسوالۍ ټول ښوونځي تړلي دي.

 د لوګر د پوهنې رياست وياند محمدشاپور عرب هم سلام وطندار ته د طالبانو له لوري د ښځوونځیو تړل ومنل.

ښاغلی عرب زیاتوي، د پوهنې ریاست هڅه کوي چې دا ستونزه د خبرو له لارې حل کړي.

بل لور ته ذبیح الله مجاهد چې ځان د وسله‌والو طالبانو ویاند بولي ویلي دي په څرخ ولسوالۍ ښوونځي دوی نه دي تړلي په اړه به څېړنه کوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام