د جوزجان دولتي زېږنتون کې د هر ماشوم د زېږون پرمهال ۲۰ زره افغانۍ شېریني اخلي

د شبرغان په زېږنتون کې ورځ کې لسګونه ماشومان زېږي؛ خو دغه خدماتي بنسټ کې پراخ اداري فساد کېږي. د جوزجان مدني فعال علي‌شېر انتظار وايي، دولتي زېږنتون کې فساد په بې‌مخینې توګه زیات شوی او دې برخه کې هېڅ بنسټ ځواب نه وايي.

ښاغلی انتظار ادعا کوي چې د هر ماشوم د زېږون په بدل کې له دوو تر شلو زرو افغانیو شېریني اخیستل کېږي.

د ده په خبره، ډاکټران په بېلابېلو پلمو د پیسو اخیستلو ته چل جوړوي او کله ناکله خو د امکاناتو د نه‌لرلو ستونزه پلمه کوي.

ځېنې ښځې دولتي زېږنتون کې له بې‌تفاوتۍ نیوکه کوي، وايي چې ښځینه ډاکترانو د زېږون له‌پاره مشخص لګښت ټاکلی دی او هغه د ناروغانو له وتو مخکې ترلاسه کوي.

رخسار او شاعره په‌دې باور دي چې د نه پام او کمزوري مدیریت له امله، د دولتي روغتون درمل په شخصي درملتونونو کې پلورل کېږي.

د جوزجان د عامې روغتیا رییس حفیظ‌الله جمشیدي په هره پلمه د جوزجان له اوسېدونکیو د پیسو اخیستل غیرقانوني بولي او وايي، له سرغړونکیو سره به جدي چلند وکړي.

دې وروستیو میاشتو کې د روغتیايي خدمتونو ټيټ کیفیت څخه د جوزجان اوسېدونکیو شکایتونه او د دولتي او غیردولتي روغتونونو له کاري کیفیته د چارواکیو نه څار او نه پام له مهمو ننګونو څخه دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام