د ولسمشر د ویاند مرستیال نجیب ازاد له خپلې دندې ګوښه شو. د ښاغلي ازاد په خبره، رسنیو ته د اطلاعاتو ورکړې په چارې د محدودیت لګولو له امله یې دنده پرېښوده.
ازاد وايي، په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د ۹ میاشتنۍ دندې پرمهال د «پوښتنې وړ» کارکړنو شاهد و چې له کبله یې اړ شو له دندې استعفا ورکړي. دی وايي، په ارګ کې یوه کوچنۍ کړۍ د کارپوه کسانو د منزوي کولو په لټه کې ده.
نجیب ازاد د خبرو پرمهال د داسې کسانو یادونه وکړه چې په ټول توان سره هڅه کوي د ملي یووالي حکومت لاسته راوړنې تر سیوري لاندې راولي. هغه زیاتوي، یوه میاشت مخکې یې خپل استعفا لیک لیکلی و خو د همدغو کسانو د مخنیوي له امله تراوسه یې استعفا لیک ولسمشر ته استولی لا هم نه دی ورسېدلی.
د نوموړي په باور، په ارګ کې روابط په ضوابتو حاکم دي او شایسته سالاري د همدې کړۍ لهخوا نقضیږي.
د افغانستان د ازادو رسنیو ملاتړ بنست یا نی هم نن په یوې خبري غونډه کې خبریالانو او رسنیو ته د اطلاعاتو نه ورکړې له کبله اندېښنه وښوده او زیاتوي اطلاعاتو ته د لاس رسي په چارې محدودیت لګول د دولت باور ته زیان رسوي.
د نی اجرایوي رییس عبدالمجیب خلوتګر وايي، په ټوله کې خبریالان اطلاعاتو ته لاس رسی نه لري او له ترهګریزو پېښو او د تلفاتو په اړه هېڅ کره اطلاعات نه وړاندې کېږي.
د افغانستان د ازدو رسنیو ملاتړ بنسټ اجرایوي رییس زیاتوي اطلاعاتو ته د هېوادوالو لاس رسی د هغوی اساسي حق دی او د هېواد اساسي قانون دغه حق په رسمت پېژني:«د اساسي قانون په ۵۰ ماده وايي د افغانستان اتباع حق لري د قانون د حکمونو په حدودو کې له دولتي ادارو څخه اطلاعات ترلاسه کړي».
خو خبریالان او رسنۍ اطلاعاتو ته د نه لاس رسي له کبله شکایت لري او وايي، د ملي یووالي حکومت له جوړېدور راوروسته اطلاعاتو ته لاس رسی محدود شوی دی.