پلازمېنې کابل کې د سلواغې پر ۷ مه نېټه یا پر وړمې شنبې د جمهوریت روغتون په څنګ کې خونړی ځانمرګی برید وشو. له دې بریده ۹ ورځې تېرېږي چې لا هم د کابل نوي ښار کې دوکانونه او د کارو بار مرکزونه بېخې بېرنګه برېښي.
د کابل په لویدیځ کې نوی ښار د پلازمېنې ګڼهګونې سیمه بلل کېږي چې سترې هټۍ، ستر سوداګریز مرکزونه، انتیک پلورنځي، شخصي بانکونه، مخابراتي شرکتونه او زیات شمېر هوټلونه پهکې موقعیت لري.
دوې اوونۍ مخکې به دې سیمې ته زرګونه کسان د پېر او پلور لهپاره راتلل؛ خو دا نن دې سیمې ته په تګ ـ راتګ کې د پام وړ کموالی راغلی دی.
د نوي ښار سیمه کې د جامو پلورنځیو یو شمېر هټیوالو سلام وطندار ته وویل چې کارو بار يې پیکه شوی او مشتریان يې بېخي کم شويدي.
دوی وايي چې له وروستي برید رووسته خلک د امن احساس نهکوي او له همدې امله پهدې سیمه کې ګڼهګونه پیکه شوې.
خواجه نثار احمد چې په نوي ښار کې دوکان لري وايي چې له برید وروسته يې هېڅ څه نهدي پلورلي او د هټۍ کرایه هم پرې تاوان ده.
سعید او همایون د کابل نوي ښار دوه نور هټیوال وايي چې کارو بار يې د تېرو دوو اوونیو په پرتله له ۸۰ تر ۹۰ سلنې کم شویدی.
په ورته وخت کې د اقتصادي چارو شنونکي باوري دي چې د سترو سوداګریزو مرکزونو د کارو بار ټیټوالی پر ټولو برخو منفي اغېز لري او دا کار د هېواد اقتصاد ته ستر زیان اړوي.
د کابل پوهنتون اقتصاد پوهنځي استاد حسیبالله موحد وايي، هغه مهال چې په بازارونو کې پېر او پلور بېرنګه شي؛ اقتصادي معاملات هم کمېږي.
ښاغلي موحد ټینګار وکړ، که په سمه توګه امنیت تامین نهشي او د اقتصادي معاملاتو ټیټېدو مخه ونه نیول شوي؛ دوام یې اقتصادي بحران راوستلی شي.
د سوداګرۍ او صنایعو خونې لومړنیو شمېرو پر بنسټ، کابل کې د تېرې ورځې ځانمرګي برید خصوصي سکټور ته میلیونونه ډالره زیان اړولی دی.
د اقتصادي چارو یو شمیر شنونکي د بازار چمتو کول، امنیت ټینګښت، اسانتیاوو برابرول، بیمه، زیربناوو جوړول او د پانګې خوندیتوب د حکومت مسوولیتونه بولي، وايي د سوداګرو خوندیتوب د حکومت دنده ده او باید په سمه توګه يې ترسره کړي.