د افغانستان ځوانې ۱۹ کلنې کرکټ ملي لوبډلې د نیوزیلینډ په کوربتوب روانو ۵۰ اوریز کرکټ نړیوال جام سیالیو کې دویم بری هم خپل کړ او د ۱۲م پړاو ۱۹ کلنو کرکټ نړيوال جام (کوارټرفاینل) پړاو ته ورسېده.
د کرکټ نړيوالې شورا د خبرپاڼې لهمخې، افغانستان نن ښې سیالۍ کې د ۳۲ منډو په توپیر سریلانکایۍ ۱۹ کلنه کرکټ ملي لوبډله له ماتې سره مخ کړه او په روان جام کې د ۸ غورو لوبډلو(کوارټرفاینل) پړاو ته ورسېد.
د کرکټ نړیوالې شورا د مهالوېش لهمخې به اوس افغان ۱۹ کلنه کرکټ ملي لوبډله د نیوزیلینډ په کوربتوب د روانو سیالیو په حذفي (کوارټرفاینل) پړاو راتلونکې لوبه کې د لومړي ګروپ دویم مقام ګټونکې لوبډلې سره ولوبېږي چې ښایي د کوربه نیوزیلینډ او یا هم د سویلي افریقا ۱۹ کلنې کرکټ ملي لوبډلې څخه یوه لوبډله وي.
په ننۍ بریا سره د اسیا کرکټ جام اتلې افغان۱۹ کلني کرکټ ملي لوبډلې له سریلانکایۍ کرکټ ملي لوبډلې څخه د مالیزیا په کوربتوب د ۱۹ کلنو اسیایي جام سیالیو د ماتې غچ هم واخېست.
د ورکړل شویو معلوماتو لهمخې، په نننۍ سیالۍ کې افغان ۱۹ کلنې کرکټ ملي لوبډلې د پچې په ګټلو سره لومړۍ لوبه وکړه چې د ابراهیم ځدران د ۸۶، دروېش رسولي ۶۳ او اکرام عليخېل د ۵۵ منډو پهواسطه یې د ۷ لوبغاړیو په سوځېدو په پوره ۵۰ اورونو کې ۲۸۴ منډې جوړې کړې.
د ټاکل شوي هدف په ځواب کې د سریلانکایۍ لوبډلې پاڼۍ د باران ښکار وه چې ۲ ځلې یې لوبه ودرلوله؛ خو افغان لوبډلې په وار ـ وار د سریلانکا وېکټې ترلاسه کړې او یاده لوبډله یې هدف ته پرېنهښوده.
سریلانکایۍ ۱۹ کلنی کرکټ ملي لوبډلې د لومړي باران ورېدو پورې په ۲۵ اورونو کې ۱۱۴ منډې جوړې کړېوې او ۳ لوبغاړي یې له لاسه ورکړي وو چې د بیاځلي باران له کبله د سیالۍ ځنډېدو سره دغې لوبډلې ته د (ډکورت لویس) قانونو لهمخې په ۳۸ اورونو کې د ۲۳۵ منډو هدف ورکړل شو چې په ځواب کې یی ټوله لوبډله د نوینالحق د ۴ او د عظمتالله او قیساحمد د دوو ـ دوو وېکټو پهواسطه په وروستي ۳۸م اور کې په ۲۰۲ منډو وسوځېده.
د یو شمېر نورو افغان لوبغاړیو د ښه ځلېدو سره ـ سره ابراهیم ځدران د لوبې غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه.
ټاکل شوېده، افغان ۱۹ کلنه کرکټ ملي لوبډله به پهخپلې وروستۍ ګروپي سیالۍ کې راتلونکې شنبه د شپې ۲ بجې له ایرلینډۍ لوبډلې سره د لوبې ډګر ته ووځي چې خپلې دواړه لومړۍ سیالۍ یی بایللي دي.
د یادونې وړ ده چې تر اوسه د افغانستان هېڅ ګروپي لوبه په ټلوېزیون خپره نهشوه؛ خو د راتلونکې لوبې په شمول چې څومره مخکی ځي؛ ټولې سیالۍ به په ټلوېزیون په ژوندۍ بڼه خپرېږي.