د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي له ۷ زرو ډېرې قضيې ثبت شوي

د ښځو چارو وزارت چارواکي وايي، په روان لمریز کال کې له دې وزارت سره د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۷ زره او ۴۱ قضيې ثبت شوي چې له دې ډلې ۵۱ يې  جدي دي.

د دې وزارت مسلکي او د پالیسۍ مرستيالې سپوژمۍ وردک په هېواد کې د ښځو له وضعیته په اندېښنې سره وویل، له دې وزارت سره د ثبت شویو ۷ زره او ۴۱ قضیو له ډلې ۴ زره او ۱۰ قضیو ته رسېدنه شوې ده.

 نوموړې زياته کړه، د ۲۰۳۰ نورو قضیو عاملان چې قتل، وهل ډبول او د ښځو معلول کېدل په کې شامل دي، عدلي او قضایي بنسټونو ته ور پېژندل شوي دي.

د ښځو چارو وزارت ویانده رویا دادرس وايي، ناامني او پرانيستې سرحدي پولې هغه ننګونې دي چې دوی نه‌شي کولای د تاوتریخوالي عاملان ونيسي.

د نوموړې په وينا، له ښځو سره د تاوتریخوالي ډېری عاملان له طالبانو سره یوځای کېږي.

د افغان ښځو شبکې هم نن په یوه غونډه کې د هېواد له عدلي او قضایي بنسټونو وغوښتل چې له ښځو سره د تاوتریخوالي عاملان محاکمه کړي.

د ښځو چارو وزارت چارواکي، بې‌وزلي، روانه جګړه، بې‌سوادي، د زور ودونه او د نرواکۍ حاکم فرهنګ د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي اصلي لاملونه په ګوته کوي.

 د دوی په وينا، بلخ، کابل، غور، سرپل، بادغیس، فاریاب، جوزجان، بامیان، تخار او ننګرهار هغه ولایتونه دي چې د تاوتریخوالي ډېرې قضيې په کې ثبت شوې دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام