نامنظمه کډوالي؛ اروپايان او امريکايان د رشيدې لاسي صنایع پېري

که څه هم نامنظمه کډوالي د انسانانو د قاچاق، په خطرناکو لارو د تګ راتګ او کوربه هېواد کې له لوړو او ژورو سربېره ګڼې نورې ستونزې او خطرونه لري، خو ځینو مواردو کې دغه مهاجرت کډوالو ته د یوه ټولګي حیثیت لري او ډېر څه ورنه زده‌کوي.

له دغو کسانو یوه هم کونړۍ معلوله رشيده ده چې پاکستان ته د کډه کېدو پرمهال یې غالۍ اوبدل زده کړي او په یوازې ځان یې ټوله کورنۍ له اقتصادي پلوه په ځان بسیا کړې ده.

هغه که هر څومره د ټولنې خلکو ته د یوې معلولې او ناروغې نجلۍ په څېر ښکاري؛ خو د هغې کار او ټینګ عزم خلکو ته د دې اصلي څېره ورښودلی شي.

ډېر داسې شته چې وړې ستونزې او نیمګړتیاوې یې د پرمختګونو مخه نیسي؛ خو دا پر وجود کمزورې او د لوړو ارادو لرونکې نجلۍ هېڅ راز ستونزو ته نه ده تسلیم شوې.

۳۰ کلنه رشیده، چې له اره د کونړ ده، د اتو نهو کلونو وه چې کورنۍ یې پاکستان ته نامنظمه کډه وکړه.

د کډوالۍ ژوند کې له نورو ستونزو سربېره، د پاکستاني حکومت ناسم چلن د هغې کورنۍ سخت اقتصادي بحران سره مخ کړه، د سبا به یې وه؛ خو بېګا ته به یې په دې فکر کاوه چې کورنۍ او ماشومانو ته څه پاخه کړي.

رشیده که څه هم په یوې پښې پیدایښتي معلوله وه او د خلکو په نظر یوه ناروغه نجلۍ ښکارېده؛ خو د هغې لوړ همت او پیاوې ارادې هغه د غالۍ اوبدلو په مسلکي استادې بدله کړه.

نامنظمه کډوالي که له یوه اړخه سل او زر ستونزې او خطرونه لري؛ خو داسې کورنۍ او خلک شته چې د کډوالۍ ژوند هغوی ته د یوه ټولګي حیثیت لري.

بېلګه یې همدا معلوله؛ خو د ټینګ عزم لرونکې رشیده ده.

رشیدې غالۍ اوبدل شل کاله مخکې د خپل ماما له زویه پېښور کې زده کړل او وايي، په لومړي سر کې هېچا دا فکر نه کاوه چې هغه به غالۍ جوړولو کې دومره مخکې لاړه شي چې د خپلې کورنۍ اقتصادي ستونزې به هوارې کړي.

د رشیدې د کورنۍ د بخت ستوری له همدې ځایه راپورته شو، هغه د غالۍ اوبدلو خام مواد او ماشینونه د غالۍ اوبدلو له یوه کورني شرکت تر لاسه کوي؛ بیا یې خپل کور کې له جوړولو وروسته پر هماغه شرکت په لوړه بیه پلوري.

د هغې کورنۍ لس کاله مخکې وطن ته راګرځېدلې او اوس د ننګرهار بهسودو ولسوالۍ کې ژوند کوي.

وايي، ډېر به خبر نه وي؛ خو د لاس سوچه افغاني غالۍ یې امریکا، انګلستان او نورو اروپايي هېوادونو کې د خلکو تر دفترونو او کورونو رسېدلي او د هېواد تر څنګ ورته له ډېرو امریکايي او اروپايي هېوادونو د غالیو غوښتنې راځي.

رشيده له نورو بېرته راستنو شويو کډوالو او معلولو کسانو غواړي، چې همت دې نه بایلي او خپله مبارزه دې دوامداره وساتي.

د رشیدې کورنۍ اوس په نسبي ډول ښه ژوند لري، کور او موټر یې د رشیدې په ګټلو پیسو اخيستی او پلار یې حج تللی دی.

د هغې پلار حاجي وزیر وايي، معلوله؛ خو مبارزه لور یې هغه او د هغه کورنۍ ته یوه اتله ده.

په همدې حال کې د کډوالۍ د نړیوال سازمان یا IOM د عامه اړیکو مسوول محمد حدیث پردېس سلام‌وطندار ته وویل، تېر ۲۰۱۹ کال کې له ایران او پاکستانه شاوخوا نیم میلیون افغانان هېواد ته راستانه شوي دي.

نوموړی وايي، کوم افغانان چې په خپله خوښه هېواد ته راځي، دوی ورسره مرستې کوي او دا مرستې د هېوادونو په تفکیک سره جلا دي.

محمد حدیث پردېس زیاتوي، دغه اداره د رشیدې په څېر یو شمېر بېرته راستنو شويو مسلکي کسانو ته د کار زمینه هم برابروي.

په ورته وخت کې د ننګرهار د کډوالو او بېرته راستنېدونکیو چارو رییس نجیب الله قیومي هم وايي، هغه راستانه شوي کډوال چې کسبونه یې زده وي یا یې زدهکول غواړي، دوی او ځینې مرستندویه موسسې ورسره د کار پیداکولو او د وسایلو په برخه کې مرستې کوي.

د نوموړي په وینا، تېر ۲۰۱۹ کال له پاکستانه پر تورخم هېواد ته څه باندې ۲زره او اته سوه کورنۍ چې د وګړيو شمېر یې څه باندې شپاړس نیم زره کسان کېږي، هېواد ته ستنې شوي چې نږدې ۸۰ سلنه یې ننګرهار او پاتې د هېواد نورو ولایتونو ته ځي.

د ننګرهار د کډوالو او بېرته راستنېدونکيو چارو رییس د عامه پوهاوي کچې لوړول او افغان ځوانانو ته د کار زمینې برابرول هغه موارد بولي چې کولی شي د کډوالۍ د ناوړه پایلو مخه ونیسي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام