نیالګيو کېنولو ملي ورځ؛ د نه پاملرنې له کبله هر کال ۴۰سلنه نیالګي له منځه ځي

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت، د چاپېریال ساتنې ملي ادارې او کابل ښاروالۍ نن د روان کال د کب په شلمه چې د نیالګيو کېنولو ملي ورځ ګڼل شوې، د نیالګيو په کېنولو سره ولس ته سپارښتنه وکړه چې د نیالګيو په ستانه کې همکاري وکړي.

یادو ادارو خلکو ته وویل چې د ژوند چاپېریال شنه ساتلو لپاره د نیالګيو وېش او کېنولو ته پوره چمتوالی لري.

په دې تړاو جوړه شوې غونډه کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر نصیراحمد دراني په خبرو کې وویل چې هر کال د خلکو د نه پاملرنې له کبله ۴۰ سلنه نوي کېنول شوي نیالګي له منځه ځي.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د طبیعي سرچینو عمومي رییس محمد رفېع قاضي‌زاده وايي، د کابل په ۱۲بېلابېلو سيمو کې چې د شنه ملا بند پروژې تر پوښښ لاندې دي، د نیالګيو کېنولو کمپاینونه پيل کېږي.

قاضي زاده وویل چې شاوخوا ۲ میلیونه نیالګي کېنولو ته چمتو شوي دي.

دغه راز د افغانستان د چاپېریال ساتنې سفیر نثار احمد بهاوي له خلکو وغوښتل چې د نیالګیو، شنو ونو او چاپېریال ساتنې په چاره کې هڅه او د چارواکيو ملتیا وکړي.

افغانستان هر کال په کب میاشت کې د نیالګیو کېنولو کمپاین پيلوي او په دغه کمپاین کې زرګونه نیال کېنول کېږي؛ خو د نه پاملرنې له کبله بېرته وچ یا هم له منځه ځي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

مطالب مشابه:

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام