
ځینو رسنیو داسې راپورونو خپاره کړي چې ګواکې ولسمشر محمداشرف غنی د پنځو زرو طالب بندیانو له ډلې د زرو هغو د خوشې کولو فرمان صادر کړی او ښايي د بینالافغاني خبرو اترو له پیل مخکې خوشې شي.
خو د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د کلتوري چارو مسوول ذبېحالله فرهنګ سلاموطندار ته ویلي، دغه کمېسیون یوه اوونی وړاندې افغان دولت او امریکا ته یو لیک استولی او د طالب بندیانو په اړه یې په درېوو برخو کې ترې معلومات غوښتي دي.
هغه وايي، په لیک کې د خوشې کېدونکیو ۵ زرو طالب بندیانو د نوملړ، کمېسیون ته د دغو بندیانو د هویت په اړه د معلوماتو د ورکړې او د قربانيانو د حقونو او دغه راز د بندیانو د خوشې کولو قانوني پړاوونو څرنګوالي په اړه غوښتنه شوې ده.

د فرهنګ په وینا، تر اوسه نه افغان حکومت او نه هم امریکایانو ورته د یاد مکتوب ځواب ورکړی دی.
د فرهنګ په خبره، اوس چې د بندیانو د خوشې کېدو موضوع توده شوې، دغه کمېسیون یې په اړه اندېښمن دی.
موږ هڅه وکړه چې د طالب بندیانو د خوشې کولو په تړاو د ولسمشر د فرمان په اړه معلومات پیدا کړو، خو د ولسمشر له ویندویانو سره په خبرو کولو ونه توانېدو.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین بیا پر خپلې ټویټرپاڼې لیکلي چې امریکایانو ته یې د ۵ زرو طالب بندیانو نوملړ سپارلی او د هماغه نوملړ پر بنسټ د خپلو بندیانو خوشې کول غواړي.
د یادونې ده چې تېره ورځ ولسمشر محمداشرف غني د لوړې کولو پر مهال وویل، له طالبانو سره یې پر یوې کړنلارې هوکړه کړې چې له مخې به یې طالبان د تاوتریخوالي په کمولو کې داسې د پام وړ کموالی راولي چې ټول ولس یې احساس کړي او په وینا یې، دی به د طالب بندیانو د خوشې کولو فرمان صادر کړي.