د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وايي، تېره شپه د ادرسکن ولسوالۍ اړوند د هرات ـ کندهار پر لویهلار د یوې کورنۍ لېږدونکي موټر باروړونکي موټر سره ټکر کړی چې ۸ کسان په کې وژل شوي دي.
فرهاد وویل، پېښه کې د یوې کورنۍ ۳ ښځې، ۳ ماشومان او دوه نارینه وژل شوي او یو ماشوم هم سخت ټپي شوی دی.
ویل کېږي، د ټپي شوي ماشوم روغتیايي وضعیت هم نازک دی.
د هرات د والي ویاند وايي چې د پېښې قربانیان د کاپیسا ولایت اوسېدونکي دي چې له هراته د کندهار پر لوري روان وو.
د موټر چلوونکيو بېاحتیاطي او چټک سرعت د ټرافیکي پېښو لاملونو نه شمېرل کېږي.