د عامې روغتیا وزارت د شمېرو پر بنسټ، تېره یوه شپه ورځ کې د هېواد ۹ ولایتونو کې د کورونا ویروس ۷۸۷ تازه پېښې ثبت شوي چې په کووېډ۱۹ ناروغۍ د ټولو اخته کسانو شمېر ۱۸ زره او ۵۴ ته لوړ شوی دی.
له ياد وزارته په خپره شوې اعلامیه کې راغلی چې تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۲۳ کسان کابل، ۱۱۰ هرات، ۶۵ کندهار، ۵۴ ننگرهار، ۴۸ بادغیس، ۴۰ خوست، ۳۶ پکتیا، ۳۴ بلخ او ۳۲ پکتیکا کې په کرونا ویروس اخته شوي دي.
د معلوماتو له مخې تېره یوه شپه او ورځ کې د کووېډ ۱۹ ناروغۍ له کبله ۶ کسان مړه شوي او ۶۳ بېرته روغ شوي چې د ټولو مړو شوو شمېر ۳۰۰ او د بېرته رغېدلو هم ۱۵ سوه او ۸۵ ته رسېږي.
د عامې روغتیا وزارت ټینګار کوي چې د ټولنیز واټن په مراعتولو او روغتیايي سپارښتنو ته په پام سره کېدای شي، افغانستان کې د کورونا ویروس د لا پراخېدو مخه ونیول شي.
له دې سره د عامې روغتیا وزارت نوی سرپرست او نوماند وزیر محمد جواد عثماني وايي، روغتونونو کې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو ظرفیت ټيټ او مدیریت یې کمزوری دی.
نوموړی چې نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د وزارت کارکوونکيو ته معرفي کېده روغتونونو په ځانګړې توګه دولتي روغتونونو کې پر خدمتونو نیوکه کوي او وايي، د روغتونونو رهبري او مدیریت ان د کورونا بحران نه وړاندې هم ضعیف و.
د عامې روغتیا وزارت نوی سرپرست داسې مهال روغتونونو کې ټيټو روغتیايي خدمتونو نه نیوکه کوي چې ناروغانو او یو شمېر ډاکټرانو تر دې وړاندې روغتونونو کې د امکاناتو له نشته او بېپامۍ نیوکه کړې ده.
تر دې مخکې فېروز الدین فېروز د عامې روغتیا وزیر و.