ایران کې د سوځېدلیو افغانانو د زولانه کولو پر وړاندې غبرګونونه

په داسې حال کې چې سیند ته د افغان مسافرو د اچولو دوسیه لا نه ده تړل شوې، د تېرې اوونۍ د پنجشبې په ورځ ایراني پولیسو د دغه هېواد په یزد ښار کې د افغان مسافرو پر یوه لېږدوونکي موټر ډزې کړي چې په ترڅ کې یې موټر اور اخیستی، ۳ افغانان په‌کې وژل شوي او ۵ نور ژوبل شوي دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د پېښې د څېړلو لپاره یې په تهران کې د افغان سفیر عبدالغفور لېوال په مشري پلاوی ګومارلی دی.

لېوال یزد ښار ته له سفر وروسته اعلان وکړ چې ایراني چارواکو منلې چې د افغان کډوالو پر لېږدوونکي موټر د پولیسو له‌خوا ډزې شوې دي.

پر ټولنیزو رسنیو د یوه سوځېدلي ټپي افغان د هغه تصویر خپرېدو پراخ غبرګونونه را پارولي چې د روغتون له کټ سره زولانه شوی دی.

پر ټولنیزو رسنیو په ګڼو غبرګونونو کې دغه عمل له ډيپلوماټیکو اصولو سره مخالف او ناانساني عمل ګڼل شوی دی.

د افغانستان د ملي امنیت پخواني رییس رحمت‌الله نبیل پر خپلې ټویټرپاڼې د دغه تصویر له خپرولو سره په کنايي ژبه لیکلي چې «په تهران کې د افغانستان لوی سفر د حمزه بن لادن عیادت کوي.» نوموړي له خپلې دې جملې سره د بلاتشبه کلمه هم کارولې ده.

ګڼ منتقدان پوښتنه کوي چې ولې باید سوځېدلی ټپي د روغتون له کټ سره زولانه شي؟ د کانونو او پټرولیم پخوانۍ وزیرې نرګس نهان په یوه ټویټ کې خپاره شوي عکس ته په اشارې ویلي، د دغه عمل له توجیه حیرانه شوې. د مېرمن نهان په ټویټ کې راغلي: «د دغه تصویر په لیدلو مې له ځان سره وویل، ای کاش موږ ټول کورونا ونیسي او هېڅوک ژوندي پاتې نه شوو.»

بله‌خوا د هلمند ولایت یو شمېر اوسېدونکو د دې پېښې په تړاو په لاریون لاس پورې کړی. لاریونوالو له دولته غوښتي چې د افغان مسافرو د سوځولو او سیند ته اچولو په غبرګون کې د هلمند اوبه پر ایران بندې کړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت نن اعلان وکړ چې د ایران د یزد ولایت محلي چارواکو په تهران کې له افغان سفیر سره ژمنه کړې چې د دغې پېښې عاملان به د ایران د عدلي او قضايي ادارو له‌خوا تر څار لاندې ونیول شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي چې د افغان مسافرو لېږدوونکي موټر ۱۴ سپرلۍ لرلې چې له ډلې یې یو پاکستانی او ۱۳ نور افغانان وو.

ایراني چارواکو ویلي، موټر د پولیسو خبرداري ته پام نه دی کړی او د موټر پر ټایر د مرمۍ له لګېدو وروسته یې هم ۸ کیلومټره مزل کړی او بیا یې اور اخیستی دی.

ایراني چارواکو ویلي چې د موټر په ټول‌بکس کې دری کسان وو چې درې واړو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام