غور کې یوه محلي قوماندان ۲ ښځې او ۴ ماشومان وژلي

دا پېښه پرون غرمه دولس بجې د غور ولایت د دولت‌یار ولسوالي په قاضي‌ها سیمه کې شوې ده.

جلال‌الدین، هغه کس چې مېرمن او دوه ماشومان یې په دې پېښه کې له لاسه ورکړي وايي، د ظریف په نوم یوه دولت پلوي محلي قوماندان پرون غرمه د دوی قریه پر هاوان ويشتې چې څو مرمۍ یې د ده پر کور لګېدلې دي.

د نوموړي په وینا، په پېښه کې یې وریندار او ۲ ورېرونه هم وژل شوي دي.

جلال‌الدین زیاتوي چې د کورنۍ ۸ نور غړي یې چې یوه ښځه او ۷ ماشومان دي، ټپیان شوي دي.

د پېښې د قربانیانو یو خپلوان غلام وايي، دولت ځینو کسانو ته سپکې او درنې وسلې ورکړي چې د دښمن پر ځای یې، د خلکو پر کورونو او ملکیانو کاروي.

دغه کسان د پېښې د عاملانو د نیولو او سزا ورکولو غوښتنه کوي.

د غور د ولایتي روغتون ډاکټر ضیاالدین ضمیر وايي، له یادې پېښې ورته ۵ ماشومان او یوه ښځه چې ټپي ده، ور وړل شوي او په وینا یې، د درې ماشومانو روغتیايي وضعیت نازک دی.

له هڅو سره سره ونه توانېدو چې په دې اړه د یاد محلي قوماندان نظر واخلو.

د غور محلي مسوولان او امنیتي چارواکي هم په دې اړه خبرو کولو ته حاضر نه شول.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام