جوزجان کې یوه کس پر ۶ کلن ماشوم جنسي تېری کړی

د جوزجان امنیتي مسوولان سلام‌وطندار ته وايي چې پر یوه ۶ کلن ماشوم ۳۵ کلن سړي جنسي تېری کړی دی.

د جوزجان امنیې قومندان عبدالواحد وجدان وايي، دغه پېښه تېره ورځ «جمعه د سنبلې په اوومه» د مردیان ولسوالۍ «بالامردیان» سیمه کې شوې ده.

د هغه په وینا، کومه سیمه کې چې پر دغه ماشوم جنسي تېری شوی، د طالبانو تر کنټرول لاندې ده.

وجدان زیاته کړه چې پولیس هڅه کوي د قومي مشرانو په منځګړیتوب، په جنسي تېري تورن کس ونیسي.

د دغه ماشوم خپلوان غواړي چې په جنسي تېري تورن کس ته سزا ورکړل شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام