ناټو افغانستان ته زرګونه پوځيان استوي

د ناټوسرمنشي ینس سټولتنبرګ وویل، چې تر اوسه د ناټو ۱۵ هېوادونو هوکړه کړې، چې افغانستان ته خپل نور پوځيان هم واستوي.

هغه وویل، چې په پام کې ده د دغو تازه‌دمو سرتېرو شمېر زرګونو ته ورسيږي.

د ناټو عمومي منشي نن پنجشنبه (جون ۲۹مه) په بروکسل کې د ناټو غړو هېوادونو د دفاع وزیرانو په غونډه کې وویل، په افغانستان کې یې اصلي دنده د افغان ځواکونو روزنه او هغوی ته مشوره ور کول دي.

د نوموړي پر وینا، ناټو به هیڅکله یو وار بیا د افغانستان په جګړه‌ییز ماموریت کې ښکېله نه‌شي.

دغه غونډه چې د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې وه.

په یاده ناسته کې رسماً نه دي ویل شوي، چې افغانستان ته څومره سرتېرې لېږل کيږي، خو داسې اټکل کيږي چې ممکن ۳ زره تازه‌دمي سرتېري افغانستان ته ولېږدول شي.

د بریتانیا دفاع وزیر مایکل فالون وايي، دوی به افغانستان ته ۸۵ نور سرتېري واستوي.

نوموړي رسنیو سره د خبرو پرمهال وویل، د دې پرځای چې ترهګري او وژنې د دوی سرکونو ته ورسیږي ښه دا ده چې په افغانستان کې يې له منځه یوسي.

اوس‌مهال دغه هېواد ه افغانستان کې ۵۰۰ سرتېري لري چې د افغان ځواکونو په روزنه او مشوره بوخت دي.

له‌دې وړاندې د جرمني صدراعظمې انګلامیرکل هم ویلي و، چې دوی به افغانستان ته نور ځواکونه هم واستوي.

دغه هېواد دمګړۍ په افغانستان شاوخوا ۱۰۰۰ سرتېري لري.

سټولټنبرګ وویل، د ناټو تړون غواړي چې له خاصو افغان ځواکونو سره زیات کار او د افغانستان هوايي ځواک پیاوړی کړي.

حاضردمه ناټو په افغانستان کې کابو ۱۳ زره او ۵۰۰ سرتېري لري، چې ۸۳۰۰ يې امریکایان دي؛ د دوی جنګي ماموریت د ۲۰۱۵ کال په جنورۍ کې پای ته رسیدلی دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام