د ولسي جرګې ځينو غړو یو ځل بیا د کابل پېښې په غبرګون د معترضینو پر کړنې نیوکې وکړې او زیاته يې کړه، چې د دوی د لارو بندولو له امله کابل ښاریان سخت په تنګ شوي او خبرداری يې ورکړ، چې نور د اعتراض دا شان دوام دوی ته د منلو وړ نهدی.
دوی د کابل ښار له بېلابېلو برخو د اعتراضکوونکو د خیمو ژر تر ژره ټولېدا غوښتونکي شول.
د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهیمي وویل، چې د ولسي جرګې له خوا د معترضینو د غوښتو په اړه د جوړې شوې مصوبې پر بنسټ باید معترضین خپلې خیمې لرې کړي.
ابراهیمي زیاته کړه، د جرګې مصوبه الزامي ده، حکومت او معترضین دواړه لوري باید دغه مصوبه اجرا او تطبیق کړي.
ولسي جرګې د حکومت او اعتراضکوونکو ترمینځ د رامنځته شویو ستونزو دهوارولو په موخه ۱۱ ماده ییزه طرحه جوړه کړې وه، په امنیتي بنسټونو کې بنسټیز سمون راوستل، د امنیتي ځواکونو له لیکو نه د شکمنو کسانو ایستل او د کابل خونړي برید په ځانګړې توګه پر لاریون کوونکو د ډزو عاملین پیژندنه، د بېکفایته امنیتي مسوولینو ګوښه کول او محکمه ددې طرحې اصل غوښتنې وې.
لويې څارنوالۍ ، چې د دې پیښو د څیړنې مسوولیت پرغاړه لري، تراوسه یې په دې اړه د کابل ګارنیزیون قوماندان ګل نبي احمدزي او د کابل امنیه قوماندان جنرال حسن شاه فروغ دندې ځنډولې دي.
شاوخوا درې اوونۍ وړاندې د کابل په ډيپلوماټیکه او خورا مهمه سیمه کې د خونړي چاودنې وروسته لسګونه ملکي وګړي ټپيان او ووژل شول.
د پېښې په غبرګون د کابل ځينو اوسيدونکو لاریون وکړ او لاریون په تاوتریخوالي واوښت.
د پولیسو له لوري پر لاریون کوونکو ډزې وشوې، چې د مشرانو جرګې د مرستیال محمد عالم ایزدیار زوی سالم ایزدیار سره د څو نورو ځوانانو ووژل شول.
د هغه په غبرګون د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې اعتراضي خیمې ولګول شوې او اوسمهال د دغو خیمو له امله د کابل ښاریان له سختو ترافیکي ستونزو سره مخ دي.