غور کې هر ماشوم ته د داعش د غړیتوب له‌پاره د ورځې ۴۰ افغانۍ ورکول کېږي

تېره ورځ په غور ولایت کې د داعش د فعالیتونو تازه ویډیو خپره شوه. په‌دې ۴ دقیقه‌يي ویډیو کې د ماشومانو په ګډون شاوخوا ۱۰۰ تنه د پوځي تمریناتو په حال کې لیدل کېږي.

په‌دې ویډیو کې د «اسلامي دولت» د ستاینو په تړاو یوه ترانه هم اورېدل کېږي او د ویډیو په پای کې ټول سره راټولېږي او په عربي ژبه د داعش مشر ابوبکرالبغدادي ته د بیعت کولو جملې تکراروي.

د غور ولایت امنیه قوماندان غلام مصطفی محسني سلام وطندار ته وویل، چې داعش د فېروزکوه په شمالي برخه کې د نظامي هډو په جوړولو بوخت دي، چې لیکو ته یې د ماشومانو پر جذب شروع کړې‌ده.

د محسني پر وینا، دغه نظامي تمرینات د فېروزکوه په مرغاب سیمه کې شوي‌دي.

د غور امنیه قوماندان زیاته کړه، چې د داعشیانو په لیکو کې ځای کړي هر ماشوم ته د ورځې ۴۰ افغانۍ ورکوي.

غور هغه ولایت دی، چې داعشیان په‌کې نسبت نورو ولایتونو ته زیات فعالیت لري. دغې وسله‌والې ډلې د جوزا پر ۱۰مه شپږ کروندګر برمته کړل، چې تر اوسه یې برخلیک نه‌دی معلوم شوی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام