
د نړۍ سترو صنعتي هېوادونو" جي ۷ یا (G-7) " د روسيې هېواد پر ضد د نورو بندیزونو په اړه موافقه وکړه.
کاناډا، بریتانیا، فرانسه، جرمني، ایټالیا، جاپان او امریکا پریکړه وکړه، چې که روسیه د اوکراین په مسئله کې پر خپلو ژمنو عمل وکړي، نو لګول شوي بندیزونه به بېرته ترې لرې کړي.
د ۷ سترو صنعتي هېوادونو مشرانو دغهراز ژمنه وکړه چې د غوښتنې په صورت کې به په اوکراین کې د روسيې د مداخلې له امله پر مسکو نور بندیزونه هم ولګوي.
د نویو بندیزونو په اړه نور جزیات نهدي ویل شوي.

کله چې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د اوکراین ولسمشر ویکتور یانکوویچ له دندې ګوښه شو، نو په اوکراین کې د غربي روسانو او نورو ترمنځ سیاسي کړکېچ رامنځ ته شو.
په دغه برخه کې روسيې په مستقیمې مداخلې لاس پورې کړ او دغه کړکیچ يې د غرب لهخوا د روسانو د محاصره کولو په موخه یوه دسیسه وبلله.
روسیې د اوکراین په چارو کې په مداخلې لاس پورې کړ او غربي هېوادونو پرې د اعتراض په ډول اقتصادي بندیزونه ولګول، چې دغه بندیزونه تر اوسه دوام لري.





