کامران علي‌زي د هرات والي په فساد او قوم‌ پالنې تورن کړ

د هرات ولایتي شورا مشر: کامران علي‌زي

د هرات ولایتي شورا رییس کامران علي‌زي د ياد ولایت پر والي محمد اصف رحیمي تور پورې کړ، چې هغه د اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې ناغېړي کوي او قومي مسایلو ته لمن وهي.
نوموړي زیاته کړه، چې دولت د هرات په ډيرو برخو کې حاکمیت نه لري او خلک د خپلو ستونزو هواري په موخه طالبانو ته ورځي.

د علي‌زي پروینا، د هرات پوځي شورا له دوه کلنو را په‌دې خوا د امنیت ټينګښت او د ترهګرو ځپلو په موخه هیڅ پروګرام نه لري او دغه شورا د هرات دوالي په مشرۍ تشریفاتي غونډې جوړوي.

هرات ولایت کې اداري فساد، د کسانو ګومارنه، په نشه‌يي توکو روږدي کسان، پروژو په پلي کولو او دولتي ادارو کې کې ناغېړي، د خلکو غوښتونو په تړوا بې‌پروايي پر والي د هرات ولایتي شورا رېیس نیوکو څخه شمیرل کیږي.

علي‌زي زیاتوي، چې د هرات والي محمد اصف رحیمي په تړاو د فساد، بې‌غورۍ ځينې اسناد په واک کې لري، چې ډير ژر به يي رسنیو له لارې نشر ته وسپاري.

د هرات والي: محمد اصف رحیمي

خو د هرات والي محمد اصف رحیمي پر ده د قوم‌پالنې او وظیفوي غفلت تورونه ردکړل او زیاته يې کړه، چې تر دې دمه د دوی ټول کارونه د اساسي قانون له مخې پرمخ وړل کیږي.

رحیمي زیاتوي، چې د هرات ولایتي شورا تورونه به په چټکۍ سره وڅيړي.

د هرات ولایتي شورا رېیس کامران علي‌زي داسې مهال د هرات والي محمد اصف رحیمي په قوم‌پالنې او ناغیړۍ تورنوي، چې ۳ ورځې مخکې نوموړي له خپلې دندې او واکونو څخه  په ناوړه ګټه اخیستنه په ۹ میاشتو بند محکوم شو او د ۵۰۰ زره افغانیو په ضمانت کې بیرته له بنده ازاد کړای شو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام