
د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې یو شمېر وکیلانو اندېښنه وښوده، چې شمالي ولایتونو په ځانګړي ډول بلخ ته د ورتګ پرمهال نیول کېږي یا هم بېرته رالېږل کېږي.
د ولسي جرګې د دوشنبې د ورځې په عمومي غونډه کې یو شمېر وکیلانو وویل، چې په ورستیو کې د لوی کندهار او لویې پکتیا ولایتونو نه ځېنې کسان د کار په پار شمالي ولایتونو ته ځي؛ خو هلته د پولیسو لهخوا ځورول کېږي.
د جرګې غړي نواب منګل وویل، چې د افغانستان د سوېل، سوېل لودیځ او سوېل ختیځو ولایتونو بېوزله کسان د هېواد شمالي ولایتونو په ځانګړي ډول بلخ ته د کار لهپاره ځي؛ خو هلته د ځېنو امنیتي مسوولانو لهخوا نیول کېږي او شکنجه کېږې، بندیانېږي او بېځایه پوښتنې ترې کېږي.
نوموړي زیاته کړه، چې ځېن اشخاص او کړۍ پهدې کارونو سره قومي مسایلو ته لمن وهي او اړینه ده، چې مخه یې ونیول شي.
دغه راز د ولسي جرګې غړي حبیبې سادات وویل، چې د کندهار او هلمند په ډېرو سیمو کې جګړه ده، او ځېنې هېوادوال د بېوزلۍ او جګړو له امله د هېواد شمالي ولایتونو په ځانګړي توګه بلخ ته ځي؛ خو هلته یې سپکاوی کېږی او نه پرېښودل کېږي.
د اغلې سادات پر وینا، د افغانستان په هر کونج کې اوسېدونکی وګړی د دې هېواد وګړی دی او په هر ځای کې پرته له کومې ستونزې د ګرځېدلو حق لري؛ خو له بدهمرغه چې بلخ ولایت کې د لوی کندهار له اوسېدونکیو نه پېژندپاڼې اخیستل شوي، څېرې شوېدي.

د ولسي جرګې وکیلان له حکومته دا د ډول کړنو د مخنیوي او نه تکرار غوښتنه کوي.
خو په ورته وخت کې د بلخ د والي ویاند منیراحمد فرهاد وایي، د بلخ ولایت مقام پهدې اړه څو ورځې مخکې ټولو اړوندو امنیتي ادارو ته امر کړی، چې ټول افغانان هغه که په هر ولایت کې کار کوي یا هم اوسېږي؛ یو ډول حقونه لري او څوک حق نهلری، چې مخنیوی یې وکړي.
تېره اوونۍ په بلخ کې د مسافرو ډکې موټرې درول شوې وې او له څه مودې وروسته بېرته د راغلیو ولایتونو په لوري ستنې شوې وې.
په ځېنو راپورونو کې بیا راغلي، چې دا کسان زیاتره د سوېلي ولایتونو وو او د کوکنارو د نېش وهلو لهپاره شمالي ولایتونو ته روان وو .