د کندوز د پوهنې رییس رستم خان احمدي سلام وطندار ته وویل، چې د پسرلنيو ناامنیو تبلیغ د دې لامل شوی، چې هره ورځ شاوخوا ۶۰ زدهکوونکي لهدې ولایت څخه د تبدیلۍ په موخه د دوی ریاست ته مراجعه کوي.
د ښاغلي احمدي پر وینا، دغه شمېره هره ورځ مخ پر زیاتېدو او له یو کال راهیسې د ښوونځيو ۳ زرو زدهکوونکیو د دې ولایت له بېلابېلو سیمو نه تبدیلانې اخیستې دي.
د هغو زدهکوونکیو کورنۍ چې د خپلو بچیانو د «سهپارچې» په موخه د کندوز پوهنې ریاست ته مراجعه کوي؛ وايي چې ناامني او د کندوز ښار د سقوط وېر اندېښمن کړي، چې دا ولایت پرېږدي.
سیدرحیم د کندوز ښار د دویمې ناحیې اوسېدونکی، چې د خپلې کورنۍ د ۷ زدهکوونکیو د تبدیلي چارې خلاصوي؛ وايي، چې د خپلو ماشومانو ژوند له خطر سره نهشي مخولی؛ ځکه خو یې لهدې ښاره کابل ته تبدیلوي.
شبیر احمد د دې ښار د لومړۍ ناحیې اوسېدونکی وايي، چې د ناامنیو له امله له دې ځایه کابل ته سهپارچه کېږي. د ده پر وینا، جګړو یې ذهن ورځپلی دی او له ډېرې وېرې ښوونځي ته هم نهشي تللی.
خو د کندوز د پولیسو قوماندان جنرال عبدالحمید حمیدي وايي، چې نور طالبان ځپل شوي او هېڅکله به دا ولایت ونهنیسي. دی ډاډ ورکوي، چې د دوبي په موسم کې به طالبان هېڅډول زور ونهلري، چې د نورو وګړیو ترڅنګ د ښوونځي زدهکوونکي ووېرېږي.
جنرال حمیدي زیاتوي، چې د کندوز ټولو سیمو لهپاره پیاوړي امنیتي پلانونه لري او دغو پلانونو ته به پراخوالی ورکړي.
د کندوز ولایت د پوهنې ریاست د معلوماتو له مخې په دې ولایت کې ۳ سوه ۳۰ زره زده کوونکي په ۵۰۴ ښوونځيو کې لیک لوست کوي، چې لهدې ډلې ۱۲۰ زره زدهکوونکي یې نجونې دي.