په بلخ کې د “طلاق” زیاتوالي اندېښنې زیږولي

 

 

د بلخ ولایت د څارنوالۍ مسوولین، په دغه ولایت کې د تېر کال په پرتله د طلاق او ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په شمېرو کې له زیاتوالي خبر ورکوي.

په یاد ولایت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ځانګړې څارنوالۍ د شمېرو له‌مخې، د سږکال له پېل راهیسې تر اوسه ۱۲۵ د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي بېلابېلې دوسيې ثبت شوې دي، چې په دغو کې ۷۰ مورده د طلاق دوسیې دي.

د بلخ یوې څارنوالې فوزيې حمیدي سلام‌وطندار ته وویل، چې دوی په تېر کال کې یوازې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۷۲ دوسیې ثبت کړې دي، خو پر خبره يې دغه شمېره سږکال دوه برابره زیاته شوې ده.

له بل لوري په بلخ ولایت کې د ښځو چارو رییسې شهلا حدید سلام‌وطندار ته وویل، چې دوی په روان کال کې د کورني تاوتریخوالي ۳۴۵ دوسيې ثبت کړې دي، چې پر خبره يې دغه شمېره د تېر کال په پرتله زیاتوالی ښي.

حدید وايي، چې د دغو زیاتوالو له امله دوی اندېښمن دي.

همدارنګه ځينې هغه ښځې، چې د بلخ څارنوالۍ ته د خپلو ستونزو او دوسیو د حل په موخه ورغلي دي وايي، چې له دوی سره د میړنو بد او نامناسب سلوک دوی مجبور کړي، څو د جلا ژوند تصمیم ونیسي.

د بلخ ولایت د ښځو چارو مسوولین وايي، چې په دغه ولایت کې د معافیت فرهنګ شتون او د تاوتریخوالو عاملینو ته د سزا نه ورکول د دې لامل شوي، چې په یاد ولایت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالو کچه زیاته شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام