
د غور د والي ویاند خطیبي وايي، دا طالب قوماندان ملاسعدي یار نومېږي، چې د فیروزکوه په شمال کې د طالبانو فعال قوماندان و.
خطیبي همدارنګه وویل، چې قوماندان سعدي یار د هغو کسانو له ډلې و، چې د کوچنۍ «رخشانې» د سنګسارولو تر څنګ ۳۰ ملکي وګړيو په ډلهییزه توګه وژلي، ۵ تنه امنیتي ځواکونه یې صحرايي محکمه کړي، په شاتیغ امنیتي پوستې یې برید کړی او همدارنګه ډېر شمېر دولتي موټرې یې غلا کړي دي. سعیدي یار په وروستیو کې له داعش سره لاس یو کړی و.
د امنیتي مسوولانو پر وینا، چې اوسمهال دغه طالب قوماندان د دې ولایت په مرکزي روغتون کې تر درملنې لاندې دی، چې له جوړېدلو وروسته به عدلي ارګانونو ته وروپېژندل شي.
د غور امنیه قوماندان هم د ملا سعیدي یار د تسلیمېدلو خبر ورکړی او هغه یې د طالبانو مشهور قوماندان بللی دی.

سعدي یار په پیل کې د طالبانو مهم قوماندان و؛ خو د داعش له راتګ سره له دوی سره یوځای شو.
له څه مودې راهیسې ملا سعیدي یار د داعش تر کنټرول لاندې د شمالي فیرزوکوه په غلمین سیمه کې فعالیتونه کول؛ چې ۱۹ کلنه رخشانه هم تېر کال د فیروزکوه ښار په ۴۰ کیلومترۍ «غلمین» سیمه کې ووژل شوه. دا په وړکتوب کې د بل په نوم شوې وه؛ خو وروسته ۵۸ کلن سړي ته واده شوه.
د راپورنو له مخې داعش وسلهوالو د (۲۰۱۶ کال د اکټوبر۲۶مه) شاوخوا ۳۰ تنه ملکي وګړي په غور ولایت کې په ډزو ووژل، چې د کورنیو لهخوا یې مړي په ټولیز ډول د فېروز کوه ښار په کاسې سیمه کې د سړک پر غاړه خښ شول.