په ۱۰ میاشتو کې هرات کې ترافیکي پېښو ۱۰۰ تنه وژلي او ۵زره ټپيان کړي

د هرات حوز‌وي روغتون مسوولان وايي، چې په دې ولایت کې د توقع خلاف د تېرو کلونو په پرتله د ترافیکي پېښو تلفات زیات شوي دي.

د هرات حوزوي روغتون ویاند محمد رفیق شېرزي سلام‌وطندار سره په خبرو کې وویل، چې د روان لمریز کال له پیله تراوسه په ترافیکي پېښو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۰۰ تنو ته رسېږي، چې ډېرې هغه یې د هرات په ولسوالیو او لویو سړکونو وژل شوې دي. د ده په خبره، په دې موده کې له ۵ زرو زیات وګړي ټپیان هم شوي دي.

په ورته وخت کې د ټپیانو د کورنۍ یو شمېر غړي د هرات ولایت د لویو لارو پولیس په بې‌پروایۍ تورنوي، چې په لویو لارو د تلونکیو مسافرو موټرو تېز تګ نه شي کنټرولولی.

د هرات دوه تنه اوسېدونکي مولوي غفار او عزیز احمد د پېښو د قربانیانو د کورنیو غړي وايي، چې په لویو لارو د مسافروړونکیو موټرو مزل غیرقانوني دي. د دوی په خبره، موټرې د ژر رسېدلو له‌پاره په خپلو کې سیالي کوي، چې زیان یې عام وګړي ویني.

د هرات امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالاحد ولي‌زاده په لویو لارو باندې د موټرو د تېز تګ ستونزه مني؛ خو وايي، چې د پولیسو د کم تشکیل له امله نه دي توانېدلي، چې په دې لاره د ترافیکي پېښو کچه راکمه کړي.

یوه اوونۍ مخکې د هرات ـ شینډنډ پر لاره یوه ترافیکي پېښه کې ۸ تنه وژل شوي او ۱۲ ټپیان شوي وو.

د ټرانسپورټ وزارت مرستیال میاشت مخکې هرات ته د یو سفر پر مهال ویلي وو، چې دوی د ترافیکي پېښو د کموالي په پار، به له یو ولایت نه بل ولایت ته د تلونکیو موټرو له‌پاره ځانګړی وخت وټاکي، خو شاوخوا یوه میاشت تېرېږي، چې تر اوسه د ټرانسپورټ وزارت د مرستیال ژمنه نه ده عملي شوې.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام