د فوټبال د نړۍ ښه لوبغاړی کریسټیانو رونالډو د فرانس خپرنیزې ادارې له خوا د ۲۰۱۶ کال غوره لوبغاړی اعلان شو او د ۴ ځل له پاره یې د سروزرو توپ خپل کړ.
دغه پرتګالي لوبغاړي د بېلابېلو هېوادونو د ورزشي خبریالانو د ۱۷۳ رایو په اخیستلو سره د سرو زرو توپ خپل کړ. دغه مراسم د فرانسې په پاریس ښار کې جوړ شوي وو.
۳۱ کلن رونالډو د طلا د توپ د ترلاسه کولو پر مهال د پرتګال او ریل مادرید په ټیمونو کې له خپلو ملګرو او مینهوالو مننه وکړه او ویې ویل چې د دې جایزې وړلو ته یې ډېره لېوالتیا لرله.
دا څلورم ځل دی، چې رونالډو د سرو زرو توپ وړي. لیونل مېسي پنځه ځلې د سرو زرو دغه توپ خپل کړی دی.
که چېرې رونالډو یو ځل بیا هم د سرو زور توپ واخلي؛ نو د لیونل مېسي له ویاړ سره به برابر شي.
د کریسټیانو رونالډو، لېونل مېسي او ګریزمن په ګډون دې سیالو ته ۲۰ تنه نور لوبغاړي هم نوماندان وو.
د پرتګال د ملي ټیم او د هسپانیې د ریال مادريد کلپ دغه اتل سږ کال ۵۱ ګولونه وهلي او خپل دواړه ټیمونه یې اتلولۍ ته رسولي دي.
پرتګال د اروپايي جام اتل دی او ریال مادرېد هم د اتلانو په لیګ کې اتلولي خپله کړه.
رونالدو ته په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د ډېرو ګولونو او ښې لوبې په خاطر دا جایزه پرون شپه په فرانسه کې ورکړل شوه.
کریسټیانو رونالډو درې وار مخکې په ۲۰۰۸ ، ۲۰۱۳ او ۲۰۱۴ کلونو کې د سرو زرو توپ ګټلی دی.
د اروپايي ملتونو په جام او د اتلولۍ په لیګ سیالیو کې د ریل مادرید بریاوو د رونالډو د بري موکې زیاتې کړې.