ټاکل شوې ده، د فرانسې د فوټبال مجلې له خوا به نن دوشنبې د ۲۰۱۶م کال غوره فوټبال لوبغاړي جایزه یو غوره لوبغاړي ته ډالۍ شي.
د یورو سپورټ وېبپاڼې د معلوماتو له مخې، د جایزې ګټلو له پاره پرتګالي کریسټیانو رونالډو د ارجنټایني لیونیل میسي نږدې سیال شمېرل کېږي.
داسی هم ویل کېږي، چې سږ کال ریال ماډریډ فوټبال کلب د اروپا فوټبال کلپونو اتلولي وګټله او دغه راز پرتګال د اروپا فوټبال اتل شو؛ نو د کریسټیانو رونالډو د ګټلو چانس زیات ښکاري.
ښايي د (سرو زرو توپ) د ډالۍ مراسم نن د افغانستان پر وخت د شپې ۹ بجې د فرانسې پلازمېنې (پاریس) ښار په کوربتوب جوړ شي.
د فرانسې فوټبال ادارې اعلان کړې دی، چې د کال غوره فوټبال لوبغاړي د سرو زرو توپ ګټونکی د نړۍ د ۱۷۳ ورزشي خبریالانو په رایه ټاکل کېږي.
دغه د سرو زرو توپ جایزه اوسمهال د هسپانیې د مخکښ فوټبال کلب «بارسلونا» لوبغاړي ارجنټایني لیونیل میسي سره ده، چې په تېرو ۷ کلونو کې یې ۵ ځلې ګټلې ده.
د ورکړل شویو معلوماتو پر بنسټ، جایزې ته د فوټبال له نړۍ ۳۰ غوره لوبغاړي (شارټ لېست) شوي دي، چې د پال پوګبا، ګیریت بیل، اندریس انییسټا، نیمار، بوفون، انټوني ګریزمین، ټوني کروز، ریاض ماهریز، لویس سواریس، سرجي راموس، منویل نویر، لیونډوسکي او پي پي په څېر مشهور لوبغاړي په کې شامل دي.
دغه جایزه د ۱۹۵۶کال راهیسي هر کال د فرانسې فوټبال له خوا غوره فوټبال لوبغاړي ته ورکول کېږي، چې له تېرو ۶ کلونو راپه دې خوا ورسره فوټبال نړیوالې شورا (فیفا) هم شریکه شوې ده.
خو د روان کال په سپټمبر میاشت کې د فرانسې فوټبال او فوټبال نړیوالې شورا (فیفا) د جایزو په ورکړه کې سره جلا شوې او اوس به دواړه ادارې جلاجلا (د سرو زرو توپ) غوره فوټبال لوبغاړي ته ورکوي.
دغه راز فوټبال نړیوالې شورا (فیفا) به هم د راتلونکې ۲۰۱۷ کال جنورۍ میاشتې پر ۹ مه نېټه د سویتزرلینډ په زیوریخ ښار کې د کال غوره فوټبال لوبغاړي د (سرو زرو توپ) په جایزې ونازوي.