محمد مجتبی: د کرکټ بورډ له امله مې افغانستان پرېښود

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی محمد مجتبی کرکټ بورډ په فساد تورنوي، وايي، چې د دې ادارې د مشرانو له امله یې افغانستان پرېښود.

محمد مجتبی له دې مخکې په ملي لوبډلې، ۱۹ کلنو او د کرکټ په ملي الف لوبډلې کې لوبېدلی، چې او سمهال کاناډا ته کډه شوی دی.

نوموړي له کاناډا د ټیلیفون پر کرښه سلام وطندار سره په خبرو کې د کرکټ بورډ له ادارې شکایت وکړ او دغه اداره یې د لوبغاړیو د لوبولو په برخه کې په ناسمې پالیسۍ تورنه او زیاته کړه، چې کرکټ بورډ ورته خنډونه جوړول.

مجتبی وايي، چې د کورنۍ له مخالفت سره ـ سره یې د کرکټ سره د مینې له کبله د هېواد له پاره لوبې وکړې.

ده وویل، د افغانستان د کرکټ او بریاوو له پاره یې د افغانستان په امریکايي پوهنتون کې درسي بهیر ټکنی شو؛ خو دا ټولې هلې ځلې یې د کرکټ بورډ چیرمین نسیم الله دانش، اجرایوي مشر شفیق الله ستانکزي او روزونکي رییس احمدزي په اوبو لاهو کړې.

هغه وویل، د کرکټ بورډ په اداره کې خپلوي، ملګرتوب او واسطې ته لومړیتوب ورکول کېږي او زیاتوي، چې په بهرنیو سفرونو کې ډېر مسایل د نړیوال کرکټ د اصولو خلاف ترسره کېدل؛ خو

نوموړي هر ځلې په دې ټولو موضوع ګانو سترګې پټې کړي دي.

مجتبی کرکټ بورډ تورنوي، چې د زمبابوی خلاف په هندوستان کې له لوبو وروسته د مخکې تګ په ځای د "سنټرل کنټرکټ" د ختمېدو سزا ورکړل شوې ده.

دی وايي، که لوبغاړی د ظلم خلاف غږ پورته او یا خپل حق وغواړي؛ نو د ده او یو شمېرو نور لوبغاړیو په څېر برخلیک سره مخامخېږي، چې زیاتره لوبغاړي له همدې وجې چپه خوله دي.

نوموړی اوس د کاناډا په یو معتبر کرکټ لیګ کې لوبیږي.

مجتبی وویل، هر څوک ورته درناوی لري؛ خو د افغانستان له پاره د لوبېدو په اندازه خوند نه لري.

په ورته وخت کې د کرکټ بورډ عمومي مرستیال عزیزالله فضلي د مجتبی له خوا لګول شوي تورونه رد کړل او ویې ویل، د دې له پاره دغه ‌ډول تورونه لګوي، چې د پنا اخیستلو کېس قوي کړي.

فضلي وايي، چې مجتبی د څه وخت له پاره له کرکټ لوبو لرې و، ښايي په ځان یې باور راکم شوی وي؛ له همدې امله یې افغانستان پرېښود.

عزیزالله فضلي زیاته کړه، چې اوسنۍ اداره د پخوانیو ادارو په څېر نه ده. هر لوبغاړی کولی شي، د خپل حق غوښتولو له پاره اجرایوي کمېټې ته مراجعه وکړي.

دغه راز رییس احمدزي بیا د مجتبی له خوا لګول شوي تورونه بې بنسټه وبلل او مجتبی یې بې صبره او په ځان بې باوره لوبغاړی یاد کړ.

د نوموړي پر وینا، مجتبی یې روان کال د جاوید احمدي، ناصرجمال، حشمت شهیدي، شرف الدین اشرف او افسرځاځي په څېر د مشهورو لوبغاړیو په ۳۳ کسیزه پرمختیایي کرکټ لوبډله کې اخیستي و.

دی وايي، چې دغه ۳۳ کسیزه لوبډله د کرکټ راتلونکي و؛ خو نوموړي د نورو لوبغاړیو په څېر تنګسه تېره نه کړه او له هېواد نه بهر ولاړ.

احمدزی وايي، هر لوبغاړی مخکې له دې چې هېواد پرېږدي؛ یو ځل دې د خپل حق له پاره غږ پورته کړي؛ غږ یې په حوصله اورېدل کېږي.

د راپورنو پر بنسټ له دې مخکې هم په دې وروستیو کلونو کې عزت الله دولتزی، امیر منګل، داود احمدزی، ایوب ماروف خېل، جاوید احمدزی او د محب الله اوریاخېل په څېر لوبغاړي د بېلابېلو معلومو او نامعلومو دلایلو له کبله بهرنیو هېوادونو ته لاړل او هغوی د هېواد د پرېښودو لامل د کرکټ بورډ اداره بللې وه.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام