د افغانستان لوګر ولایت د پوهنې ریاست مسوولینو څخه را رسېدلي راپورونه وايي، چې د دغه ولایت د ملي امنیت منسوبینو د دارالعلوم مشر او اجرایه مدیر له وسلهوالو مخالفینو سره د اړیکې درلودلو په تور نیولي دي.
د لوګر د پوهنې ریاست ویاند شاپورعرب سلام وطندار ته د دغه خبر د پخلي ترڅنګ وویل، چې نیول شويو کسانو کې د دارالعلوم مشر مولوي سمیع الله محمدي او د دارالعلوم اجرایه مدیر فیضمحمد شامل دي.
عرب زیات کړه، له نیول شویو کسانو پوښتنې او ګرویږنې رواني دي.
بل خوا د لوګر د دارالعلوم زدهکوونکي وایي، که چیرې د ملي امنیت اداره د دوی مشر او اجرایه مدیر ازاد نهکړي دوی به په لاریونونو لاس پورې کړي.
د دغه دارالعلوم یو تن زده کوونکی حبیبالرحمان سلاموطندار ته وویل، چې د دوی مشر او اجرایه مدیر د وسلهوالو سره هیڅ راز اړیکې نه درلودلې.
د ویلو ده، چې اوسمهال په دغه دارالعلوم کې له ۶۰۰ څخه تر ۷۰۰ پورې زدهکوونکي په زدهکړو بوخت دي او د افغانستان پوهنې وزارت په چوکاټ کې فعالیت کوي.
په ډاګه دې وي، چې تر اوسه په دې اړه د لوګر د ملي امنیت ریاست څه نه دي ویلي.