ولسي جرګې د ښځو او ماشومانو د ځورونې مخنیوي قانون مسوده تصویب کړه

د ښځو او ماشومانو د ځورونې مخنیوي قانون مسوده د ولسي جرګې د ښځو او مدني ټولنو د چارو کمېسیون له خوا وړاندیز شوې وه، چې د دې جرګې له تایید وروسته پرې کار پیل شو.

ولسي جرګې نن ورځ (چهارشنبه) د دې جرګې په عمومي غونډه کې د ښځو او ماشومانو د ځورونې او هغوی ته د زیان رسولو په اړه د وکیلانو له خوا د قانون جوړه شوې مسوده په ۳ څپرکیو او ۲۹ مادو کې غونډې ته وړاندې کړه.

د قانون دا مسوده د ولسي جرګې په اړوندو کاري کمېسیونونو کې له څو میاشتو بحثونو او د وکیلانو د نظرونو وروسته د ولسي جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي رایې راچونې ته وړاندې کړه، چې د رایو په غوڅ اکثریت تصویب شوه.

خو د ولسي جرګې د ښځو او مدني ټولنو د کمېسیون مشرې فوزیې کوفې وویل، چې د دې قانون په مسوده کې د ښځو او ماشومانو د ځورونې او هغوی ته د زیان رسولو د مخنیوي په موخه د نورو تدبیرونو ترڅنګ سرغړونکو ته بند او نقدي جریمه هم په پام کې نیول شوي دي.

فوزیه کوفي وایي، د قانون په دې طرحه کې د ښځو او ماشومانو د وړو ځورونو سزا له ۵ تر۱۰زرو افغانیو نقدي جریمه په پام کې نیول شوې، چې محکمه به یې ورته ټاکي.

نوموړې وویل، د وهلو، ټکولو او د جسمي زیان په مقابل کې سرغړونکي ته د بند سزا ورکول کېږي.

دغه راز د ولسي جرګې د ښځو اومدني ټولنو د کمېسیون غړې تورپیکۍ پتمن وویل، چې د قانون د دې مسودې څخه یې موخه په هېواد کې د ښځو او ماشومانو پر وړاندې د تاوتریخوالي او ځورونې مخنیوی او د زیانمن شوي ماشوم او مېرمن ملاتړ دی.

د یادونې ده، چې تر دې مخکې د عدلیې وزارت له خوا هم د ښځو او ماشومانو د ځورونې د مخنیوي په موخه یوه مقرره جوړه شوې وه، چې د وزیرانو شورا له تصویب وروسته په رسمي جریده کې هم خپره شوې وه.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

مطالب مشابه:

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام