یوازې ملا تره‌خېل د برېښنا پور تحویل کړ

د افغانستان د برېښنا شرکت د برېښنا له امله پوره وړیو اشخاصو، بنسټونو او ادارو ته شاوخوا دوې اونۍ مخکې یوه اونۍ وخت ورکړی و، چې په قسط وار ډول خپل پورونه تحویل کړي.

د دې شرکت له خوا نه د ورکړل شوي وخت څخه څه باندې یوه اونۍ تېرېږي، چې د ۲ زرو تنو له ډلې یوازې له کابله د ولسي جرګې غړي ملا تره‌خېل محمدي خپل ټول پور پرې کړ.

د برېښنا شرکت ویاند وحیدالله توحیدي نن سلام وطندار ته وویل، ملا تره‌خېل محمدي پورونه تحویل کړل؛ خو استاد عبدالرب رسول سیاف او نجیب الله کابلي پتېیلې ده، چې نن په قسط وار ډول خپل پورونه تحویل کړي.

د توحیدي په خبره، دوی چې د برېښنا پوره وړیو ته کوم وخت ټاکلی و؛ هغه پوره شوی دی او اوس یې له عدلي او قضايي ارګانونو نه غوښتي دي، چې د برېښنا پوره وړي ونیسي او قانوني چلن ورسره وکړي.

د برېښنا شرکت د معلوماتو له مخې، ټول افغانستان یې ۷ میلیارده افغانۍ پوره وړی دی؛ خو تر اوسه ټولو پوره وړیو یو نیم میلیون افغانۍ تحویل کړي دي.

د برېښنا د شرکت ویاند زیاته کړه، چې د راتلونکې اونۍ تر پایه پورې به د ولایتونو د پوره وړیو نوملړ هم خپور کړي.

د برېښنا شرکت له خوا څه موده مخکې د پوره وړیو نوملړ خپور شو، چې د ارګ په ګډون په کې د ولسمشر لومړی مرستیال عبدالرشید دوستم، عبدالرب رسول سیاف، کریم خلیلي، د استاد برهان الدین رباني قبر، سید منصور نادري، د ولسي جرګې یو شمېر غړي، څو مخابراتي شبکې او ګڼې رسنۍ پوره وړې دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام