نبي او شهزاد د پاکستان سوداګریز کرکټ سیالیو ته غوره شوي

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ۲ مشهور لوبغاړي پخوانی کپټان محمد نبي عیسی خېل او ویکټ ساتونکی شهزاد محمدي ته د پاکستان په دویم پړاو (سوپرلیګ) کرکټ سیالیو کې د لوبېدو وخت ورکړل شوی.

د پاکستان دویم پړاو (سوپرلیګ) شل اوریزه سوداګریز کرکټ سیالیو له پاره د لوبغاړو اخیستلو پروګرام پرون په (دوبۍ) کې وشو.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، کوېټې ګلډییټرز لوبډلې له ځان سره د تېر کال لوبغاړی محمد نبي عیسی خېل وساته او لیلامۍ ته یې وړاندې نه کړ.

دغه راز که څه هم شهزاد محمدي په (سرو زرو) کېټګورۍ کې لیلام ته وړاندې شو، خو د هېڅ کومې ډلې له خوا وانه خیستل شو.

خو په ټولنیزو رسنیو کی افغان مینه والو د افغان لوبغاړو او په ځانګړې توګه د شهزاد محمدي په اړه د غږ له پورته کولو وروسته د پېښور زلمي لوبډلې د شهزاد محمدي د اخیستلو زیری ورکړ، چې له ایلیکس هیلز، عرفان خان او خوش دل شاه سره به په احتیاطي لوبغاړو کي وي.

د پېښور زلمي کرکټ لوبډلې مشر جاوید افریدي بیګا شپه ناوخته په خپل ټویټر پیغام او دغه راز د پېښور زلمي لوبډلې رسمي فیسبوک پاڼې شهزاد محمدي ته په خپله لوبډله کې هرکلی ووایه.

په خپله شهزاد محمدي هم د پېښور زلمي لوبډلې له خوا له اخیستلو وروسته د ټولنیزو رسنیو پیغامونو کې د الله شکر ادا کړی.

دا چې شاهد افریدي له کپټانۍ لرې شوی، خو شهزاد محمدي به د ریکارډ ۲ ځلي ۲۰ اوریزه نړیوال جام اتل کپټان ډېرن سمي په کپټانۍ کې د پېښور زلمي لوبډلې له پاره ولوبېږي.

د یادونې وړ ده، چې له افغانستان څخه د اوسني کپتان اصغر ستانکزي په شمول ۹ مخکښ کرکټ لوبغاړي د پاکستان دویم پړاو (سوپرلیګ) کرکټ سیالیو لیلامۍ ته وړاندې شوي وو.

له کوېټې لوبډلې سره له پاتې کېدو وروسته محمد نبي عیسی خېل په خپل ټویټر پیغام کې له یادې لوبډلې مننه کړې او خوښي یې ښودلې، چی یوځل بیا به د دویم پړاو سیالیو له پاره له خپلو پخوانیو ملګرو سره ولوبېږي.

ټاکل شوې، د پاکستان دویم پړاو (سوپرلیګ) شل اوریزه سوداګریزې کرکټ سیالۍ به د راتلونکي ۲۰۱۷ کال په فېبرورۍ میاشت کې د ۵ لوبډلو ترمنځ په عربي اماراتو کې پیل شي، چې د تېر کال اتله د مصباح الحق په کپټانۍ کې اسلام اباد یونایټېډ له اتلولۍ دفاع کوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام