د کرکټ بورډ اداره د عمرونو د زیاتیدو له کبله د لوبغاړو له کمښت سره مخ ده او د ۱۹ کلنې کرکټ ملی لوبډلې د بشپړولو له پاره په کابل کې تمریني او ټاکنیزې سیالۍ پیل کړي.
د افغانستان د کرکټ بورډ له خوا سلام وطندار ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې تمریني او ټاکنیزو سیالیو کې د هېواد د ۵ زونونو څخه ۷۰ تنه غوره لوبغاړي برخه لري.
خبرپاڼه لیکي، په دې سیالیو کې ګډون کوونکي لسګونه لوبغاړي په څلورو بېلابېلو لوبډلو وېشل شوي، چې د کابل په الکوزي نړیوال کرکټ لوبغالي کې یو بل سره به درې درې ۵۰ اوریزه سیالۍ ترسره کړي.
د کرکټ بورډ خبرپاڼه زیاتوي، چې دغه سیالۍ به د روان کال ۴ م پړاو شپږیزې ټورنامنټ ترپایه روانې وي او دغه راز له یاد ټورنامنټ وروسته به یې نور پړاونه هم ترسره شي.
کرکټ بورډ وایي، چې په دغو ۵۰ اوریزه سیالیو کې به لوبغاړي د افغانستان کرکټ بورډ د ټاکوونکي ډلۍ د مشر دولت احمدزي له خوا به د روزونکو جاوید نوري او سید رحمان او دغه راز مدیر نوید صایم په همکارۍ وڅېړل شي او بیا به نورو کمپونو ته غوره شي.
اوسمهال د افغانستان ۱۹ کلنه کرکټ ملي لوبډله له دې کبله نامکمله ده، چې یو شمېر لوبغاړي د عمرونو د زیاتوالي له کبله کرکټ ملي لوبډلې ته غوره شوي دي او له دې وروسته په ۱۹ کلنه کرکټ ملي لوبډله کې نور د لوبېدو حق نه لري.
د کرکټ بورډ خبرپاڼه د خپل عمومي مشر نسیم الله دانش له خولي لیکي، پیل شويو تمریني او روزنیزو سیالیو ته لوبغاړي له بېلابېلو پړاونو وروسته غوره شوي.
د نوموړي په وینا غوره شوي ۷۰ لوبغاړي یې د هېواد په کچه د ۱۷ کلنو زونونو او دغه راز د ولایتونو ترمنځ د ۱۷ کلنو لوبډلو ترمنځ د سیالیو وروسته په نښه کړي وو.
نسیم الله دانش دغه راز زیاته کړه، له اوسنیو ۷۰ لوبغاړو څخه به ټاکوونکې ډلګۍ ۲۵ تنه لوبغاړي ونیسي ترڅو یې د راتلونکې اګست میاشتې د (شپږیزې) ټورنامنټ وروسته د افغانستان ۱۹ کلنې کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړو سره په نورو ټاکنیزو کمپونو کې ولوبوي او ترې غوره لوبغاړي د افغانستان ۱۹ کلنې کرکټ ملي لوبډلې ته وټاکي.
په همدې حال کې خبرپاڼې د کرکټ بورډ د اجرایوي مشر شفیق الله ستانکزي له خولې لیکلي، ټاکل شوې، د افغانستان ۱۹ کلنه کرکټ ملي لوبډله د روان ۲۰۱۶ کال په وروستۍ (دیسمبر) میاشت کې له پاکستان ، سریلانکا، هندوستان ، بنګله دیش او نیپال لوبډلو سره د ۱۹ کلنو په اسیایي جام سیالیو کې ولوبیږي.