په کابل کې د ۸ مخکښو فوټسال لوبډلو ترمنځ سیالۍ پیل شوي، چې موخه یې د کابل په کچه د اتل فوټسال کلپ پیژندل او دغه راز د افغانستان فوټسال ملي لوبدلې ټاکنیز کمپ ته د غوره لوبغاړو لټون دی.
په دې سیالیو کې ټولې هغه ۸ لوبډلې برخه لري، چې د روژې جام په بېلابېلو ۴ ټورنامنټونو کې د اتلولۍ جامونه او دغه راز دویم مقامونه ګټلي وو.
د افغانستان فوټبال فدراسیون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وایي، په دې ټورنامنټ کې د افغانستان د فوټبال فدراسیون د روژې جام، د المپیک ملي کمېټې د روژې جام ، د مولاعلي د جمنازیوم د روژې جام او همدارنګه د امید سبزښارګوټي د روژې جام سیالیو اتلې او دويم مقام ګټوونکي لوبډلې راټولې شوي دي.
د فوټبال فدراسیون د خبرپاڼې له مخې، په دې سیالیو کې به هره ورځ مازیګر ۳ بجې د ۲ ګروپونو څخه ۶ لوبې یو د بل په وړاندې د لوبې ډګر ته ووځي.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې سیالۍ به د اتلې لوبډلې ترمعلومېدو پورې د یو اونۍ له پاره د افغانستان فوټبال فدراسیون په فوټسال جمنازیوم کې روانې وي.
د سیالیو په پاې کې اتله لوبډله د کابل په کچه د روژې جام سیالیو اتله اعلان شي او همداراز غوره لوبغاړي به د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې تمریني او ټاکنیز کمپ ته هم غوره شي.
د فوټبال فدراسیون لخوا د ورکړل شوي مهال وېش له مخې د دې سیالیو په دوام لومړی شمس میرزایي لمر لوبډلې ته ماتې ورکړه او ورپسې د فیفا او ستاره ګان او دغه راز د امرخېل او صدیقي لوبډلو ترمنځ سیالۍ په مساوي توګه پاې ته ورسېدې.
د دې سیالیو په دوام په نننیو لوبو کې کابل سټار له شریفي سپورټ، شمس میرزایي له ستاره ګان او فیفا له لمر لوبډلې سره لوبې وکړې.
په نورو لوبو کې به سبا صدیقي له کابل سټار، شریفي له امرخېل او شمس میرزایي له فیفا لوبډلې سره د لوبې ډګر ته ووځي.
همدارنګه دپنجشنبې ورځې په وروستیو لیګ سیالیو کې به ستاره ګان له لمر، صدیقي له شریفي سپورټ او کابل امرخېل لوبډلې سره لوبه ترسره کوي.