
د سوداګرۍ او صنایعو خونې وايي، چې د ننني لاریون له امله کابل ښار کې د کوچینیو متشبثانو لکه موټر چلوونکي او هټيوالو چارې په ټپه ولاړې وې.
د دې خونې ویاند صیام الدین پسرلي سلام وطندارته وویل، که یوه ورځ د کوچنیو متشبثانو چارې ودرېږي خلکو ته په میلیونونو ډالره زیان اوړي.
ښاغلی پسرلی زیاتوي، چې له دې مخکې هم د روښنایۍ غورځنګ کابل ښار کې لاریون د ښار لویې لارې تړل شوې وې، چې له امله یې عامو خلکوته میلیونونه ډالره زیان واوښت.
بل خوا د کار، ټولنیزو چارو شهیدانو او معلولینو وزارت وايي، چې نن ورځ د ډېرو دولتي او د خصوصي ادارو کارکوونکي د تړلو لاریو او لاریون له امله دندو ته نه دې تللي، په داسې حال کې، چې دا ورځ د دوی له خوا د رسمي رخصتۍ په ډول نه ده اعلان شوې.
د دغه وزارت سلاکار فتح احمدزي سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، چې لاریون د خلکو حق دی؛ خو ټينګار کوي، چې عامو خلکو ته باید زیان ونه رسېږي او د خلکو چارې په ټپه ونه درېږي.
د اقتصادي چارو شنونکي وايي، چې پر یوه موضوع د نظر څرګندول او یا هم اعتراض کول، د انساني ژوند سره په ټکر کې نه دی، خو دوی ټيڼګار کوي، چې هر څه باید د ملي ګټو په نظر کې نیولو د قوانینو سره سم ترسره شي.
د اقتصادي چارو شنونکی محب الله شریف سلام وطندارته وویل، چې لاریون ته باید یو ځانګړې سیمه او د لاریون کوونکیو امنیت د ټينګښت له پاره پولیسو ته دنده ورکړل شي.
شریف زیاتوي، پر ځای د دې چې لاریونوال خلکو ته ګټه ورسوي؛ برعکس زیان وراړوي.
دا په داسې حال کې ده، چې کابل ښار د غبرګولي پر ۲۷ مه نېټه د پراخ لاریون شاهد وه، چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي مرستیال محمد کریم خلیلي يې مشري کوله.
په همدې حال کې تېره شپه د ولسمشر محمد اشرف غني دویم مرستیال سرور دانش له لاریونوالو غوښتي وو، چې لاریون ونه کړي او په ښار کې يې دوی د بې نظمي او هیاهو نه منع کړي وو.





